د ولسي جرګې غړي وایي ایران لسګونه کیلوګرامه چاودېدونکي توکي د ورانکاره فعالیتونو لپاره فراه ولایت ته رالېږلي دي. په ولسي جرګه کې د فراه د خلکو استازې بلقیس روشن ویلي کافي اسناد لري چې ښيي ایران په یوه میاشت مخکې فراه ولایت ته ۲۶۴ بوجۍ چاودېدونکي توکي رالېږلي او دا توکي په فراه ولایت کې د امنیتی منسوبینو لاس ته لوېدلي دي. نوموړې وایي چې اوس ددې چاودېدونکو توکو درک نه دی معلوم او داسې ښکاري چې بېرته خوشي کړل شوي دي. هغه همدا راز وایي چې ایران له فراه سره څېرمه په سرحدي او نورو سیمو کې کانالونه کېندلي دي او پوځي اډې یې جوړې کړې دي. بلقیس روشن تور پورې کوي چې امنیتي ادارې او امنیت شورا هم د ایران له اقداماتو خبره ده، خو داسې ښکاري چې په دې منځ کې کومه پټه معامله روانه ده له همدې امله یې د ایران پر غیر قانوني او تحریکوونکو اقداماتو سترګې پټې کړې دي.
































