پاکستان ویلي چې پر ډیورنډ کرښه باندي یې د اغزن تار لګولو چارې پای ته رسېدو ته نږدې کړې دي. پاکستان دا چاره د خپل امنیت لپاره مهمه بللې ده او ویلي یې دي چې په دې سره به د افغان حکومت له هغو تورونو ځان خلاص کړي چې وایي طالبان ازادانه پر دغې کرښې اوړي را اوړي، په پاکستان کې خپلو روزنځایونو ته ځي او دغه راز اکمالات کوي. خو تازه راپورونه بیا نورې کیسې کوي، د پاکستاني پوځ یوې لیکوالي او کارپوه عایشه صدیقي ویلي چې دا چاره سیاسي اړخ هم لري. نوموړې زیاته کړې چې اغزن تار لګول د ډیورنډ کرښې په اړه د پاکستان د عملي اقداماتو یوه برخه ده. هیڅ افغان ډیورنډ فرضي کرښه د افغانستان او پاکستان تر منځ د رسمي پولې په توګه نه مني او په وار وار یې پر همدې کرښه د پاکستان د اقداماتو پر وړاندې حتی وسله وال اقدامات هم کړي دي خو افغان حکومت بیا چوپه خوله دی، دې چوپتیا خلکو ته اندېښنې پیدا کړې او داسې انګیري چې ګوندې حکومت پر دې کرښه له پاکستان سره معامله کړې ده.
































