په امریکا کې د نوي حکومت له راتګ سره سم، په افغانستان کې د سولې د روان بهیر په اړه هم اندېښنې ډېرې شوې دي. تر څنګ یې داسې راپورونه او تحلیلونه خپاره شول، چې ښایي امریکا خپل سرتېري له افغانستان څخه و نه باسي او د بایډن اداره به په دې برخه کې د ټرمپ د تګلارې مخالفت وکړي. اوس تازه یوه مخکښ امریکایي سناتور هم ویلي، داسې ښکاري چې بایډن به خپل سرتېري په مې میاشت کې و نه باسي. د ده په وینا، طالبانو پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی، نو ښایي د سرتېرو ایستل په شرایطو پورې وتړل شي. طالبانو بیا وار د مخه د امریکايي ځواکونو د پاتې کېدو په صورت کې د جګړې خبرداری ورکړی دی.
د دوحې د هوکړې پر بنسټ ټاکل شوې وه چې طالبان به له افغان حکومت سره مخامخ خبرې پیلوي او په افغانستان کې به د تاوتریخوالي کچه ټيټېږي، ورسره جوخت به امریکایي عسکر له افغانستان وتلو ته ادامه ورکوي، تر دې چې د مې په میاشت کې به په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو حضور صفر ته راښکته کېږي، خو اوس داسې ښکاري چې نه طالبانو پر ژمنو عمل کړی او نه هم امریکا غواړي چې پر خپلو ژمنو عمل وکړي.
تازه امریکايي سناتور لیندسي ګراهام هم ویلي چې امریکايي ځواکونه به تر مې میاشتې وروسته هم په افغانستان کې پاتې شي. ددغه امریکایي سناتور په خبره، د بایډن اداره په افغانستان کې د بیا ځلي حضور په اړه تحلیلونه کوي او هڅه کوي له طالبانو سره شوې هوکړه و ارزوي او دا روښانه کړي چې دغه ډلې څومره پر خپلو ژمنو عمل کړی دی. د ده په خبره، د بایډن د حکومت او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر دا تګلاره یې خوښه ده او ملاتړ یې کوي. ګراهام په خپله تازه مرکه کې ویلي، دی ډېر خوشاله دی چې د بایډن اداره داسې یوه مقعوله پرېکړه کوي. د ده په خبره: «زه فکر کوم موږ به تر مې میاشتې وروسته له افغانستان را و نه وځو، موږ به د شرایطو تر ښه کېدو هلته وو».
ګراهام همدا راز تور پورې کوي، چې ګواکې طالبان د امریکا د تېر ایستلو په لټه کې دي. د ده په خبره، طالبانو هغه شرایط نه دي عملي کړي، چې د دوحې په هوکړه کې راغلي وو. ګراهام ویلي: «فکر کوم طالبان موږ تېر باسي. دوی شرایط نه دي رعایت کړي، نو ځکه زه د هغه کار ملاتړ کوم چې بلېنکن او د بايډن اداره یې ترسره کوي».
دغه جمهوري غوښتونکي سناتور ویلي چې امریکا په هېڅ صورت خپلې لاس ته راوړنې په افغانستان کې په سیند نه شي لاهو کولی. هغه ویلي، امریکایي ځواکونه باید لومړی ډاډ تر لاسه کړي چې پلان یې اغېزناک دی او تر هغه وروسته دې له دغه هېواد د وتلو په اړه پرېکړه وکړي. د ده په وینا: «موږ باید خپل بیا ځلې حضور و ارزوو، موږ به د خپلو سرتېرو شمېر کم کړو، خو د لاسته راوړنو ساتنه هم زموږ دنده ده».
لیندسي ګراهام داسې مهال دغه څرګندونې کوي، چې تر دې وړاندې طالبانو په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د پاتې کېدو په تړاو خبرداری ورکړی و. دغې ډلې ویلي وو، چې که امریکایي ځواکونه له هوکړې سره سم له افغانستان و نه وځي، نو د طالبانو له خونړیو بریدونو سره به مخ شي. بلخوا افغان حکومت هم بیا تر دې وړاندې ویلي وو چې افغان ځواکونه له خپلې خاورې د دفاع وړتیا لري، خو ښه به وي چې بهرني ځواکونه د نړیوالې ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې ته ادامه ورکړي.
افغان حکومت هم له امریکا په تازه اقدام کې غوښتي چې د سولې پر هوکړه بیا کتنه وکړي او وګوري چې وسله وال طالبان څومره پر خپلو خبرو ولاړ دي. د بهرنیو چارو زویر حنیف اتمر تازه په کابل کې د امریکا د سفارت له شارژدافیر سره په لیدنه کې دا موضوع مطرح کړې او ټینګار یې کړی چې د هوکړې پر بیا کتنه کې افغان حکومت له امریکا سره همکارۍ ته تیار دی.
































