چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

امنیتي منسوبین چې د واکمنو د سیاسي لوبو لپاره قرباني کېږي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
فبروري 9, 2021
in تبصرې
0
د امریکا او طالبانو ترمنځ د جګړې د بیا پیل شونتیا
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

 کورنیو چارو وزارت وايي چې د وردګو د بهسودو ولسوالۍ د پېښې له امله یې د دغه ولایت د امنیه قوماندان دنده ځنډولې او لویې څارنوالی ته یې ور پېژندلی دی. دا کار له هغه وروسته کېږي چې یو دولتي پلاوی بهسودو ولسوالۍ ته ولاړ او هلته یې دا پېښه وڅېړله. پخوا کورنیو چارو وزارت ویلي وو چې د عليپور وسله والو کسانو د لاریون له منځه پر امنیتي ځواکونو ډزې کړې وې، چې په پایله کې یې دا پېښه رامنځ ته شوې او وژل شوي هم تر ډېره د عليپور وسله وال کسان دي.

هغه وخت داسې تصویرونه هم خپاره شوي وو چې په لاریون کې وسله وال کسان دي، خو اوس حکومتي دریځ یو مخ بدلېږي. اصلي کیسه دا وه چې د وردګو د بهسودو په دوو ولسوالیو کې د عليپور سلګونه وسله وال فعال دي او هلته تل د ولسوال او امنیه قوماندان په چارو کې لاسوهنه کوي. تر پېښې وړاندې عليپور د بهسودو د ولسوال دفتر تړلی و او د ولسوالۍ له امنیتي ځواکونو یې هم یو هاموې ټانګ، یوه رنجر او وسلې په زور اخیستې وې. د وردګو امنیه قومندان د ځانګړو ځواکونو په مشرۍ د امنیت شورا په امر بهسودو ته ولاړ چې هم نوي امنیه قومندانان معرفي کړي او هم له علیپور څخه بېرته دولتي تجهیزات واخلي، خو علیپور سیمه ییز خلک تحریک کړل، خپل وسله وال یې هم په لاریون کې ګډ کړل، وروسته یې پر امنیتي ځواکونو ډزې وکړې او په پایله کې یې ۱۱ کسان ووژل شول او ۳۱ نور ټپیان شول. کله چې پېښې ته قومي او سیاسي رنګ ورکړل شو، حکومت د پلټنو خبره وکړه، خو د پلټنو په پایله کې د دې پر ځای چې د ناقانونه وسله والو ډلو یو جنایتکاره قومندان علیپور ملامت شي، ونیول شي او محاکمه شي، د وردګو امنیه قوماندان پړ وګڼل شو، دنده یې وځنډول شوه او څارنوالۍ ته معرفي شو چې ښايي زندان ته هم ولاړ شي.

په دې پېښه کې ښکاري چې ارګ په واضح ډول سیاسي چلند وکړ. د دې لپاره چې ارګ خپل ځینې سیاسي ملاتړي له لاسه ور نه کړي او د ولسمشرۍ دویم مرستیال خپه نه کړي، خپل زړور او مسلکي جنرال یې قرباني کړ. له امنیتي منسوبینو سره د ارګ دا ډول چلند نوی نه دی؛ پخوا یې هم په ځلونو همداسې کړي دي. څو کاله وړاندې هم پر یو بل همداسې جنایتکار، نظام الدین قیصاري دوه ځله عملیات وشول، چې پکې د ځانګړو ځواکونو څو سرتېري هم ووژل شول، وروسته د سیاسي معاملو له مخې نه یوازې قیصاري ازاد شو، بلکې دولتي امتیازات ورکړل شول او اوس هم همغسې امتیازات ورکول کېږي.

اشرف غني او ملګري یې د خپل واک د تدوام لپاره په هر ډول ارزښتونو او ملي ګټو معامله کوي. دوی د دې لپاره چې په هزاره وګړو کې سیاسي ملاتړ له لاسه ور نه کړي، نو خپل امنیتي ځواکونه قرباني کوي. دا ډول پېښې به ښايي په لنډمهال کې اشرف غني ته ګټه وکړي، خو پایلې یې خطرناکې دي، ځکه چې ورو ورو به دا امنیتي ځواکونه پر خپلو مشرانو او اعلی سرقومندان لا زیات بې باوره شي او بیا به سیاسي معاملې د امنیتي ځواکونو له ملاتړ پرته د ارګ واکمنان ونه شي ساتلی.

Previous Post

کرنې وزارت: د میلیونونو افغانیو په ارزښت د افغانستان ۱۴ ډوله وچه مېوه کاناډا ته صادره شوې

Next Post

ژوزه ساراماګو

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
ژوزه ساراماګو

ژوزه ساراماګو

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

تېرو ۳ میاشتو کې ۴۰۰ زره معلولینو ته تنخواګانې ورکړل شوي

تېرو ۳ میاشتو کې ۴۰۰ زره معلولینو ته تنخواګانې ورکړل شوي

سپتمبر 10, 2023
د ډونالډ ټرمپ څرګندونو ته د چين د بهرنيو چارو وزارت غبرګون

د ډونالډ ټرمپ څرګندونو ته د چين د بهرنيو چارو وزارت غبرګون

نوومبر 27, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved