د طالبانو جنګي قومندانان وايي دوی له امریکا سره جګړې ته تیار دي. د میدان وردګو په تنګي کې د طالبانو یوه قومندان مولوي توکل له پي بي ایس امریکایي تلویزیون سره په مرکه کې ویلي دوی ته د ټرمپ او بایډن د حکومت توپیر نشته بلکې امریکا ته په کار ده چې ژر تر ژره خپل ځواکونه له افغانستان وباسي. دغه طالب قومندان ویلي که امریکا پر خپلو ژمنو عمل و نه کړي نو طالب وسله وال د هېواد په ګوټ ګوټ کې د خونړۍ جګړې لپاره تیار دي. هغه د افغان حکومت پر وړاندې هم د اقداماتو خبره کړې ده خو وايي تمه لري چې د سولې خبرې پایله ولري. په ورته وخت کې افغان حکومت بیا وایي چې طالبان په بشپړه توګه جګړې ته تیاری نیسي او د سولې له خبرو په شا شوي دي. افغان حکومت له نړیوالې ټولنې غواړي چې دغه ډله ژر تر ژره سولې او مذاکراتو ته و هڅوي.
































