په کابل ښار کې په دوو بېلو امنیتي پېښو کې شپږو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. لومړۍ پېښه د کابل ښار د شپاړسمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې پر یوه لنډکروزر ډوله موټر د یوې چاودنې له امله رامنځ ته شوه چې دوه کسه یې ټپیان کړل. بلخوا بیا د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې اړوند په باغ داوود سیمه کې د میدان وردګو ولایت د کلیو او پراختیا ریاست پر کارکوونکو وسله وال برید شوی دی. د کابل ښار امنیتی مسوولین وایي چې په دې پېښه کې د میدان وردګو ولایت د کلیو او پراختیا ریاست د سرپرست په ګډون څلور کسه وژل شوي دي. تر اوسه ددغه دواړو پېښو مسوولیت هېڅ کومې ډلې نه دی منلی. امنیتی سرچینو هم تر دې ډېر معلومات نه دي ورکړي.
































