واشنګټن پوسټ په خپله یوه مقاله کې په افغانستان کې روانو خونړیو پېښو او ډېرېدونکو ګواښونو ته کتنه کړې ده. دغه ورځپاڼې ویلي د بایډن ادارې ته په کار د چې ژر تر ژره د افغانستان په اړه خپل دریځ روښانه کړي. د سرچینې په خبره افغانستان دمګړی له نامعلوم وضعیت سره مخ دی او هره ورځ په دغه هېواد کې هدفي بریدونه او تاوتریخوالی د لسګونه کسانو ژوند اخلي نو له همدې امله په کار ده چې د بایډن اداره د افغانستان په اړه ژر تر ژره خپل دریځ اعلان کړي او په دې توګه دې اوسني وضعیت ته د پای ټکی کېږدي. سرچینه وایي بایډن باید په میراث وړې جګړه ختمه کړي او له معقولو لارو دې افغانستان ته دایمي سوله او ثبات راولي.
































