برېټانیا په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر ډېرېدو او هدفي بریدونو اندېښنه ښودلې ده. په کابل کې د برېتانیا سفیرې الیسون بلېک د بهرنیو چارو له وزیر حنیف اتمر سره د لیدنې پر مهال ویلي چې په وروستیو کې په افغانستان کې تاوتریخوالی ډېر شوی دی. د نوموړې په وینا په کابل او نورو ښارونو کې هدفي بریدونه او روان تاوتریخوالی د جدي اندېښنې وړ دی او باید ژر تر ژره ختم کړل شي. بلېک یو ځل بیا ویلي چې برېتانیا د افغانستان د سولې له پروسې ملاتړ کوي او په دې برخه کې هر ډول همکارۍ ته تیار ده. حنیف اتمر هم په دې لیدنه کې ویلي چې د جګړې د ختمولو او افغان سولې په اړه د سیمه ییزې اجماع په پیاوړتیا کې د برېتانیا رول مهم دی او له دغه هېواد یې غوښتي چې په دې برخه کې خپله همکاري و نه سپموي.
































