د نیمروز ولایت سیمه ییز چارواکي وایي چې په دغه ولایت کې د ملي اردو پر قطعې د طالبانو برید کې نهه سرتېري وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي. د دغه ولایت د ولایتي شورا غړي نعمت الله صدیقي ویلي چې وسله والو طالبانو تېره شپه ناوخته د خاشرود ولسوالۍ په منار سیمه کې د ملي اردو پر یوې قطعه برید کړی دی چې په نتیجه کې یې یاده مرګ ژوبله اوښتې ده. هغه ویلي چې وسله والو په دې برید کې له درنو وسلو او د شپې له دوربینونو استفاده کړې ده. د نوموړي په وینا په دې برید کې وسله والو طالبانو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې ده. د نیمروز ولایتي امنیتي مسوولینو او طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
































