د جانز هاپکنز پوهنتون د تازه معلوماتو له مخې په امریکا کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په کرونا وبا اخته ۳۱۹ نور کسان مړه شوي دي چې ورسره له دغې ناروغۍ د مړه شویو کسانو ټول شمېر ۴۷۱ زره او ۴۲۲ ته رسېدلی دی. د یاد پوهنتون په خبره، په دې وروستیو کې په امریکا کې د کرونا وبا مثبتې پېښې مخ په ډېرېدو دي او په تېره یوه شپه او ورځ کې د دغه ویروس ۹۵ زره او ۹۳۵ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي چې له همدې سره پر کرونا وبا د اخته کسانو ټول شمېر بیا ۲۷ میلیون او ۲۸۵ زره او ۱۳۵ تنو ته لوړ شوی دی. د کوید یو اس اې په نامه مرکز چې د کرونا وبا د تحلیل او تجزیې دنده پر غاړه لري وړاندوینه کړې ده چې ښایي په راتلونکې یوه میاشت کې په امریکا کې له کرونا وبا د مړه شویو کسانو شمېر ۵۴۴ زره او ۶۲۲ ته او پر همدې ویروس د اخته کسانو شمېر بیا ۲۹ میلیون او ۱۷۷ زره او ۲۰۲ ته لوړ شي.
































