د ولسمشر لومړي مرستیال په کابل ښار کې د مقناطیسي ماینونو د چاودنې په تړاو ویلي، ښایي له ټکسي چلووونکو وغواړي چې خپله سپرلي تلاشي کړي. امرالله صالح د شپږنیمو د جلسې د پرېکړو په اړه په خپاره کړي پیغام کې ویلي، ترهګر له ټکسي موټرونو په استفادې ځانونه خپلو موخو ته رسوي چې له امله یې حکومت غواړي ځینې تدابیر ولري. دده په وینا که اړتیا پېښه شي نو له ټکسي چلوونکو به وغواړي چې موټر ته تر ختلو مخکې خپله سپرلي او مسافر تلاشي کړي او یا هم د سپرلۍ تر ښکته کېدو وروسته خپل موټر وڅاري او وګوري چې مسافرو یې په موټر کې مشکوک شی نه وي پکې ځای پر ځای کړي. امرالله صالح داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې هغه له شاوخوا سلو ورځو راهیسې د کابل د امنیت مسوول ټاکل شوی دی، خو پر نوموړي دا نیوکې شته دي چې د کابل ښار د امنیت په تامین نه دی بریالی شوی.












