د عامې روغتیا وزارت وايي د واکسین برابرولو نړیوال بنسټ “کوواکس” د روغتیا نړیوال سازمان تر نظر لاندې افغانستان ته د ۱۶ میلیونه دوزه کرونا ضد واکسین ورکوي. د عامې روغتیا وزارت سرپرست وحید مجروح وايي د کوواکس دې مرسته شوي واکسین لومړنۍ جوپې کې به یو اعشاریه درې میلیونه ډوزه وي. د دغه وزارت په وینا، د کرونا پر ضد د واکسین لپاره یې لومړیتوبونه ټاکلي دي. د دغه وزارت د چارواکو په وینا لومړی به روغتیايي کارکوونکو، بیا امنیتي ځواکونو او خبریالانو ته ترلاسه شوی واکسین ورکړي. په بېلابېلو هېوادونو کې د کرونا ویروس له جوړېدو او خلکو ته له ورکولو میاشتې تېرېږي، خو په افغانستان کې لا هم دا بهیر نه دی پیل شوی. افغانستان تېره یکشنبه د کرونا ضد واکسین ترلاسه کړ، چې د هند له خوا د ۵۰۰ زره ډوزه ژمنه شوې مرستې یوه برخه وه.
































