د ناټو سر منشي ینس سټولټنبرګ وایي، طالبانو خپلې کړې ژمنې عملي کړې نه دي. نوموړی په افغانستان کې د ناټو د ماموریت په اړه چې هره پرېکړه کوو باید پر دې بنسټ وي چې تر څو ډاډ ترلاسه شي چې دغه هېواد بیا د ترهګرو په خوندي پناهځای نه بدلېږي. سټولټنبرګ دا خبره پرون په بروکسل کې د بلجیم له دفاع وزیرې لودیفین ډیډنډر سره د کتنې پرمهال وکړه. دوی دواړو د ناټو د دفاع وزیرانو د غونډې په اړه خبرې وکړې. ټاکل شوې ده، چې دا غونډه راتلونکې اونۍ د چهارشنبې په ورځ په بروکسل کې پيل شي. په دې دوه ورځنۍ غونډه کې به د ناټو دفاع وزیران پرېکړه وکړي، چې له افغانستان خپل پوځيان وباسي که خپل پوځي ماموریت ته ادامه ورکړي. سټولټنبرګ وویل، طالبان د دې پرځای چې خپلې ژمنې پرځای کړي، شخړې راکمې کړي او له ترهګرو ډلو سره اړیکې قطع کړي، دوی د شخړو کچه لوړه کړې ده.
































