د ناټو ځواکونو یو تن پخواني امریکایي قومندان جنرال جیمس سټارویډس ویلي چې په افغانستان کې د امریکایي سرتېرو ساتل د امریکا له امنیت سره پام وړ مرسته کوي. نوموړي زیاته کړې امریکا باید له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو وتلو برخه کې له خپلو متحدینو ځانګړې توګه د ناټو له رهبرۍ سره مشوره وکړي او د هغو په خوښه په دغه هېواد کې د خپلو سرتېرو حضور تنظیم کړي. نوموړي څرګنده کړې، امریکا باید تېر ته په کتو داسې پرېکړه ونه کړي چې بیا بېرته راتګ ته مجبوره شي. هغه زیاته کړې، امریکا ته په کار ده چې شرایطو ته په کتو او د دې تضمین په ترلاسه کولو سره خپل سرتېري له افغانستان څخه وباسي چې دا هېواد به بېرته د ترهګرو پر خوندي ځاله او نړۍ ته په یو سرخوږي نه بدلېږي. دې لوړپوړي پخواني جنرال ټینګار کړی دی چې که چېرته امریکا د سپټمبر میاشتې د یوولسمې تکرار نه غواړي نو تر یو مناسب فرصت پورې دې خپل سرتېري افغانستان کې وساتي.
































