له هغه وروسته چې د امریکا د ګانګرېس له خوا ګومارل شوې د افغانستان د مطالعې ډلې د دوحې د هوکړې خلاف له افغانستان څخه د ځواکونو په وتلو کې د ځنډ وړاندیز وکړ، د طالبانو او امریکا ترمنځ د جګړې د بیا پیل خبرې کېږي. ويل کېږي چې طالبانو هم جګړې ته تیاری پیل کړی او ان بي سي ټلوېزیون ویلي چې د طالبانو جنګي او سیمهییزو مشرانو ته ویل شوي چې جګړې ته تیاری ونیسي. اوس پوښتنه دا ده چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د جګړې د بیا پیل شونتیا شته؟ د سپوږمۍ څار په دې خپرونه کې مو پر همدې موضوع خبرې کړې دي. د بحث مېلمانه مو دي، په امریکا مېشت د پوهنتون استاد او د سیاسي چارو کارپوه ډاکټر عبیدالله برهاني او په لندن کې پخواني دیپلومات او حقوقي سلاکار عزیز معارج. د خپرونې کوربه اسد وحیدي دی. بشپړه خپرونه دلته اورېدلای شئ.