سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home څېرې

هیرودېت

شفیق امیرزی

Spogmai Radio by Spogmai Radio
مارچ 17, 2020
in څېرې
0
هیرودېت
698
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

هیرودېت د نړۍ لومړنی تاریخ لیکونکی بلل کېږي. نوموړی یوناني تاریخ لیکونکی دی چې په یوناني ژبه یې د خپلو سفرونو په اړه لیکل کړي دي. دی همدا راز د نړۍ لومړنی تاریخ لیکوال بلل کېږي چې اثار یې تر موږ پورې را رسېدلې دي. هیرودېت د پخوانیو لیکوالانو په څېر نه و چې د کتاب په سر کې یې هر څه د ځان په اړه لیکلي وی. ده خپل کتاب د یونانیانو پر جګړو لیکلی دی او په دې جمله یې پیل کړی: «د هیرودېت هالیکارناسي موخه د دې کتاب له لیکلو دا ده چې د انسانانو او په تېره د یونانیانو په لاس ته راوړنو او له بربریانو سره د دوی پر جګړو او لاملونو یې خبرې وکړي، څو دا هر څه نورو ته روښانه شي.» د هېرودت د ژوند په اړه معلومات ډېر نیمګړي دي، ځکه ده د ځان په اړه ډېر څه نه دي ویلي.

هیرودېت د خپل عمر ډېره برخه په یونان او اوسنۍ اېټالیا یا پخواني روم کې تېره کړې ده، خو سره له دې هم له آریايي فرهنګ سره بلد کس و. د دې بلدتیا لامل دا و چې له آریايي ځمکو په تېره اوسني ایران یرغلګلرو پر یونان بریدونه کول او یا به هلته مېشتېدل. له همدې امله دی دې ته وهڅېد چې سفرونه وکړي او د نړۍ د بېلو فرهنګونو او خلکو په اړه خپل نظر شریک کړي.

You might also like

ډاکتر عبدالوکیل خان

ممنون مقصودي

عثمان کاکړ

هيرودېت په یوناني ژبه هيرودوتس لیکل کېږي چې د پیدا کړل شوي په مانا ده. دی د نړۍ تر ټولو پخوانی یونانی تاریخ لیکوال دی. هیرودېت او کورنۍ یې له یونان اوسنۍ اېټالیا ته کډه کوي او هلته ژوند کوي. د ده کورنۍ د دې سیمې له اشرافو ګڼل کېږي او خلک ورته درناوی لري. دی له لوړ او مرفه ژوند برخمن و او له لیک لوست سره یې اړیکه وه. په هېواد کې یې د سیاسي وضعیت او ځينو ګډوډیو له امله اړ کېږي چې خپل هېواد پرېږدي او د یونان ساموس جزیرې ته لاړ شي.

تر میلاد پنځه پېړۍ مخکې یونانیانو پر خپل تاریخ او خلکو ډېر خرافاتي باور درلود. دوی خپلو حاکمانو ته د خدایانو په سترګه کتل او د دوی درناوی به یې کاوه. له همدې امله یې پر تاریخي حقایقو د باور پر ځای پر اسطوروي تاریخ باور کاوه. یونانیانو ته خپل ځان سپېڅلی ښکارېده او د هر څه لپاره یې خدایان لرل. په همدې پېړۍ کې تر ډېره تاریخ د شاعرانو په افسانو او اسطورو کې خوندي کېده. د دې پېړۍ په جریان کې تحولات هم رامنځ ته شول او خلک ورو ورو له دې راوتل چې د اسطورو پر ځای پر عیني واقعیتونو باور وکړي. لومړنی کس چې د دې کار لپاره یې هڅه وکړه، هکاته نومېده. ده کوښښ وکړ چې اسطورې او تاریخ له یو بل بېل کړي، ده دومره جدي کار ونه کړ، یوازې یې د یونان د تاریخ ځينې برخې توضیح کړې. ده غوښتل راتلونکي نسلونه د اسطورو او یوناني خدایانو په اړه هغه څه ولولي چې ده لیدلي او واقعیت دی.

تر میلاد مخکې پنځمه سلیزه د یونان په تاریخ کې طلايي دوره ګڼل کېږي، ځکه خلک ورو ورو له اسطورو راوتل او عیني واقعیتونو ته متوجه کېدل. ولسواکي، لیک لوست، منظم قضايي سیسټم، د فرهنګ غوړېدا او دې هر څه نوی رنګ خپل کړ. د شعر تر څنګ نثر هم مینه وال پیدا کړل او دا هڅې پيل شوې چې د یونانیانو ژوند له تصوراتو راووځي او ډول ډول خیالي افسانې یوازې د خوند لپاره وکارول شي، نه د باور او عقیدې لپاره.  د پریکلیس په وخت کې تاریخ لیکنه ښه سمه وغوړېده او د خلکو مینه ورسره زیاته شوه. د همدې واکمن پر وخت د تېرو پېړیو د انسانانو او شخصیتونو په اړه څېړنې پيل شوې او د تېر تاریخ پلټنې ته کار وویل شو. له همدې سره هیرودېت د تواریخ یا تاریخونو (Histories) کتاب په لیکلو سره د لومړني تاریخ لیکوال په توګه د تاریخ لیکل پيل کړل. دا همغه لار وه چې وروسته بیا نورو یوناني تاریخ لیکوالو لکه کسونفون، دموستن، اپلاتون، ارستو او د آتن نورو پوهانو تعقیب کړه. د یوناني تاریخ لیکنې ډېر تمرکز پر سیاسي، نظامي، ډيپلوماټیکو او دې ته ورته مسایلو راڅرخېده، دوی بیا له بده مرغه ټولنیز تاریخ او د خلکو کړه وړه نه ثبتول.

د هیرودېت د تاریخ کتاب (تاریخونه یا تواریخ) نومېږي. دا د نړۍ لومړنی لاس ته راغلی تاریخ دی. په دې توګه نو هیرودېت ځان ته د تاریخ د پلار لقب ځانګړی کړی دی. په دې کتاب کې یې په نړۍ کې د بېلو ملتونو د فرهنګ، دودونو او ادابو په اړه غږېدلی دی. کتاب په نهو برخو وېشل شوی دی. سره له دې چې هیرودېت پخپله دا کتاب په برخو برخو نه دی ویشلی، خو د رینسانس پر مهال دغه کتاب په دې برخو وویشل شو او موضوع ته په کتو نومونه ورته غوره شول. په دې توګه لوستونکي ته د کتاب لوستل او د خپلې اړتیا موضوع ته ورتلل اسانه شوي دي. د دې کتاب له نهو برخو درې یې د کوچنۍ اسیا، مصر، ایران، سوریې او نورو نږدې سیمو په اړه دي. په نورو برخو کې یې هم د نورو ملتونو او د ایران- یونان پر جګړو خبرې کړې دي.  هيرودېت د خپل کتاب په سر کې لیکي: «هیرودېت غوښتي چې د هالیکارناسوس د ځمکې په اړه د خپلو تحقیقاتو پایلې شریکې کړي. هدف دا دی چې د روزګار وضعیت او بشري پېښو غورچاڼ وړاندې شي. د یونانیانو او غیر یونانیانو شهرت، لاس ته راوړنې او کړنې باید وساتل شي. په دې کتاب کې مې د یونانیانو او غیر یونانیانو تر منځ پر جګړو او کشمکشونو هم خبرې کړې دي.»

ځينې په دې باور دي چې هېرودېت ډېرو سیمو ته سفر وکړ. خو ځینې نور بیا وایي چې هغه لږو ځایونو ته سفر کړی، خو د نورو ډېرو سیمو په اړه یې معلومات خیالي او فولکلوریک دي. یا هم هغه کیسې او افسانې دي چې له خپلو شاوخوا خلکو یې اورېدلې دي. ویل کېږي چې ده په ایران، بابل، مقدونیه، مصر، فنیقیه او نورو سیمو کې حضور درلود. ځينې بیا وایي چې هغه ایران او بابل ته له سره تللی نه دی. د ډېرو سیمو په اړه یې روايي مسایل راوړي دي، لکه د مصر په اړه چې خبرې کوي، نو هغه خبرې کوي چې د تېبس او نورو ښارونو د خلکو له خولې یې خبرې کړې دي. پخپله یې د خپلو سترګو لیدلی حال نه دی ویلی. ځینې څېړونکي بیا پر هېرودېت نیوکې کوي چې ګواکې په لوی لاس یې د ځینو ملتونو او خلکو په اړه فولکلوریک معلومات را اخیستل. ده ځکه دا کار کاوه چې یا خپلې نظریې ته ورته مسایل مطرحه کړي او یا هم د هغو ملتونو په اړه جعل وکړي، غلط معلومات خپاره کړي چې د ده تبه ورسره نه لګېده.

پر ده دا نیوکه هم ده چې آن غیر عقلي موارد یې هم لیکلي دي. په دې مانا، داسې موارد یې لیکلي چې عقل یې هم له منلو انکار کوي. لکه دی په یوه ځای کې داسې مېږیان یادوي چې تر سپي لوی دي او د ایران پادشا دغه ډول څو مېږیان لري. د اریانا په ځمکو کې پر دې مېږیانو کانونه ایستل کېږي. دا خبره عقل نه مني او نه هم د بشر په تاریخ کې داسې څه تېر شوي دي. هيرودېت په ډېرو برخو کې پر خرافاتو هم سخت باوري دی او له فکر کولو پرته یې مني. کله کله بیا داسې هم وایي، څه مې چې اورېدلي، لیکم یې، اړ نه یم چې پر ټولو شیانو باور ولرم.

د هیرودېت د تاریخ لیکلو تګلاره روایي ده. له روایتونو او فولکلوري معلوماتو استفاده کوي. ده د خلکو روایتونه کتلي دي، پرتله کړي یې دي. بیا یې هغه روایت ترې انتخاب کړی چې حقیقت ته یو څه نږدې وو. په پای کې سره له دې چې څو روایته ورته معلوم وي، یو یې را اخیستی دی او په خپل تاریخ کې یې لیکلی دی.

د هیرودېت په کار او ژوند کې د هغه د کورنۍ اغېز هم لیدل کېږي. د ده تره یا د تره زوی چې په اړه یې د نظر اختلاف دی، حماسي شاعر و. هغه پانیاسیس نومېده. د هالیکارناس له خپلسري او ظالم حاکم سره یې اختلاف درلود او پر وړاندې یې مبارزه کوله. د دې مبارزو نور جزیات نشته، خو یوازې دومره معلومات شته چې پانیاسیس په اعدام محکوم شو او هېرودېت هم ساموس جزیرې ته تبعید شو. د ده تره په ۹ زره بیته کې د هراکلس د پهلوانیو او مبارزو کیسې کړې دي. ده هم له همدې امله تر ډېره افسانوي مسایل را اخیستي دي او د هغو پادشاهانو ستاینه یې کړې چې د ده خوښ وو. د هېرودېت په تاریخ لیکنه کې د هغه د ژوند چاپېریال هم شریک و. هالیکارناس یې د زیږېدو ځای دی. د سرامیک خلیج په مخه کې اباده سیمه ده. تر څنګ یې د یونان نورې جزیرې پرتې دي. دا جزیرې د ډاکټرانو د صنفي اتحادیو د اوسېدو او فعالیت سیمې وې. دوی به دلته راتلل او د خپل باور له مخې به یې د درملنې د خدای آسکلیپیوس عبادت کاوه. نو له همدې امله کله چې هيرودېت د درمل او دوا په اړه غږېږي، خپل عقاید هم پکې ګډوي.

هیرودېت له سیاسي لحاظه د اتن مشهور سیاستوال پریکلس ته عقیدتمن و. له همدې امله یې د آتنیانو او پریکلس د کړنو ستاینه کوله. هغه څه به یې ستایل چې آتنیانو کول. سره له دې چې د سپارتیانو له اختلاف سره به مخ و، خو ده د اتنیانو ټولې کړنې ستایلې. ان هغه څه یې په کتاب کې نه لیکل چې د آتنیانو او اتن د حاکم له کړنو سره مخالف وو. دی د خپل ایډيال سیاستوال مخالفان غندي. دوی په ښه نامه نه یادوي او د مخالفتونو غندنه یې کوي. په آثارو کې واضح ښکاري چې ځان د آتنیانو ملاتړی بولي او حقایقو ته په دې برخه کې دومره ارزښت نه ورکوي.

له مذهبي اړخه هم هیرودېت د یونان خدایانو او الهه وو ته درناوی درلود. ده پر تاریخ د یوناني خدایانو حکمرايي منله او ویل به یې هر څه له آتن اداره کېږي. دی کوښښ کوي چې په ځينو تاریخي پېښو کې د خپلو مذهبي مفکورو د ګډولو لپاره پلمې وپلټي او هغه  پکې ورشریکې کړي. د ځینو پېښو لپاره یې له همدې امله پر اسطورو تکیه کړې ده او هڅه یې کړې چې له یوناني خدایانو په هره ممکنه بڼه دفاع وکړي.

له دې هر څه سره سره، هيرودېت د نړۍ د تاریخ د پلار په نامه مشهور دی. هغه لومړنی کس دی چې د بشریت د بېلو ملتونو په اړه یې لیکل کړي دي او د هغه کتاب لاس ته راغلی دی. هیرودېت لیکل کړي دي، خو دا چې څه ډول لیکل، په اړه یې پوهانو او څېړونکو خپل نظریات شریک کړي دي. پر کتاب یې، پر سبک یې، پر تګلاره یې، پر حقیقت او غیر حقیقتوالي یې ډېرې او لسګونه لیکنې او مقالې لیکل شوې دي. د نړۍ ډېری تاریخ لیکوالانو او پوهانو د ده له اثره د خپلو ځینو نظریاتو په سپړلو او پراختیا کې ګټه اخیستې ده. د افغانستان په تېره پښتنو لیکوالانو هم د هیرودېت پر فعالیتونو، ژوند او تاریخ لیکنې او نقدونه کړي دي چې په مجلو او کتابونو کې چاپ شوي دي.

Previous Post

د کرونا په مخنیوي کې د حکومت غفلت او د خلکو مسوولیت

Next Post

د روغتیا نړیوال سازمان: اروپا د کرونا ویروس د خپرېدو پر مرکز بدله شوې ده

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

ډاکتر عبدالوکیل خان
څېرې

ډاکتر عبدالوکیل خان

by Spogmai Radio
اگست 10, 2021
ممنون مقصودي
څېرې

ممنون مقصودي

by Spogmai Radio
اگست 3, 2021
عثمان کاکړ
څېرې

عثمان کاکړ

by Spogmai Radio
جولای 27, 2021
نصیر احمد احمدي
څېرې

نصیر احمد احمدي

by Spogmai Radio
جولای 13, 2021
رسول باوري
څېرې

رسول باوري

by Spogmai Radio
جولای 9, 2021
Next Post
د روغتیا نړیوال سازمان: اروپا د کرونا ویروس د خپرېدو پر مرکز بدله شوې ده

د روغتیا نړیوال سازمان: اروپا د کرونا ویروس د خپرېدو پر مرکز بدله شوې ده

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

ننګرهار کې د ۱۵ چکډېمونو جوړولو چارې بشپړې شوې

ننګرهار کې د ۱۵ چکډېمونو جوړولو چارې بشپړې شوې

فبروري 2, 2025
لوګر؛ د شیدو او لبنیاتو تولید د تېر کال په پرتله ۵ سلنه زیات شوی

لوګر؛ د شیدو او لبنیاتو تولید د تېر کال په پرتله ۵ سلنه زیات شوی

جولای 9, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved