چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړۍ

د روغتیا نړیوال سازمان: اروپا د کرونا ویروس د خپرېدو پر مرکز بدله شوې ده

Spogmai Radio by Spogmai Radio
مارچ 17, 2020
in نړۍ
0
د روغتیا نړیوال سازمان: اروپا د کرونا ویروس د خپرېدو پر مرکز بدله شوې ده
867
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې پر کرونا ویروس د ټولو اخته کسانو شمېر له ۱۶۲ زرو او له دې کبله د مړو شمېر له ۶ زرو اوښتی دی.

په ورته وخت کې د دغه ویروس چټک خپرېدو نړۍ د اقتصادي بحران له ګواښ سره مخ کړې؛ ځکه کاروبار او سوداګري په ټپه درېدلي او د هېوادونو مرکزي بانکونه اړ شوي دي چې د مالي بازارونو د سقوط د مخنیوي لپاره جدي اقدامات وکړي.

You might also like

ټرمپ: له ایران سره خبرې روانې دي او ښې پایلې ته هیله‌من یو

پزشکیان؛ د زیانمنو شویو رېلي او ترانزیتي لارو د چټکې بیارغونې امر کړی

امریکا او سعودي عربستان د سوله‌ییز اټومي همکاریو هوکړه لاسلیک کړه

په اروپا کې چې د روغتیا نړیوال سازمان د کرونا ویروس د خپرېدو مرکز بللی، ډېری هېوادونو د وقایوي اقداماتو په ترڅ کې ورځنۍ چارې او نړیوالې الوتنې ځنډولې دي.

په اسپانیا کې وروسته له هغې چې د ۲۰۰۰ نویو پېښو راپور ورکړل شو، د دغه هېواد حکومت تېره ورځ بېړنی حالت اعلان کړی دی.

د راپورونو له مخې، په اسپانیا کې پر  یاد ویروس د اخته کسانو شمېر ۸ زرو ته نږدې شوی چې له اېټالیا وروسته دا په اروپا کې تر ټولو لوړه شمېره ده.

بلخوا چینایي چارواکو بیا ویلي چې په دغه هېواد کې د کرونا ویروس په پېښو کې د پام وړ کموالی راغلی دی، خو د یاد هېواد چارواکو په هوایي ډګرونو کې د بهرنیو مسافرو د روغتیایي کنټرول لپاره تدابیر بېرته جدي کړي دي.

دا تدابیر وروسته تر هغې جدي شوي چې د راپورونو له مخې، د شنبې په ورځ په چین کې د کرونا ۱۶ پېښې په هغو مسافرو کې رامنځ ته شوې چې دغه هېواد ته تللي دي. په روسیه کې بیا د کرونا د پېښو شمېر ۶۳ ته رسېدلی او دغه هېواد هغه رېلونه هم درولي چې د اوکراین، لاتویا او مالدووا ترمنځ‌ یې تګ راتګ کاوه.

په ایران کې د کرونا د مثبتو پېښو شمېر ۱۳ زرو ته رسېدلی او د یکشنبې تر ماښامه له دې امله د مړو شویو کسانو شمېر هم ۷۲۰ ته رسېدلی و.

د ایران ایسنا خبري اژانس د دغه هېواد د کرونا پر وړاندې د مبارزې چارواکو په حواله راپور ورکړی چې په دغه هېواد کې روغتیایي مرکزونه ورځ تر بلې د کرونا پر وړاندې د مبارزې توان له لاسه ورکوي.

په همدې حال کې د ایران د چارو ځینې کتونکي وایي، د ایراني چارواکو د راپور ورکولو چارې شفافې نه‌ دي او ممکن له ورکړل شویو شمېرو زیات کسان پر کرونا اخته وي.

کرونا ویروس چې اوسمهال د نړۍ نږدې ۱۳۰ هېوادونو ته رسېدلې، د پراخېدو په حال کې دی، خو په اکثرو هېوادونو کې د ویروس د لا خپرېدو مخنیوي ته جدي تدابیر نیول شوي او دغه چارې ورځ تر بلې ګړندۍ کېږي.

Previous Post

هیرودېت

Next Post

خلیلزاد د داعش پر وړاندې د طالبانو د اقداماتو هرکلی کړی

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

ټرمپ: له ایران سره خبرې روانې دي او ښې پایلې ته هیله‌من یو
نړیوال خبرونه

ټرمپ: له ایران سره خبرې روانې دي او ښې پایلې ته هیله‌من یو

by Spogmai Radio
جولای 28, 2026
پزشکیان؛ د زیانمنو شویو رېلي او ترانزیتي لارو د چټکې بیارغونې امر کړی
نړۍ

پزشکیان؛ د زیانمنو شویو رېلي او ترانزیتي لارو د چټکې بیارغونې امر کړی

by Spogmai Radio
جولای 27, 2026
امریکا او سعودي عربستان د سوله‌ییز اټومي همکاریو هوکړه لاسلیک کړه
نړۍ

امریکا او سعودي عربستان د سوله‌ییز اټومي همکاریو هوکړه لاسلیک کړه

by Spogmai Radio
جولای 23, 2026
ټرمپ: په هرمز تنګي کې د ایران هر برید به له پوځي ځواب سره مخ شي
نړۍ

ټرمپ: په هرمز تنګي کې د ایران هر برید به له پوځي ځواب سره مخ شي

by Spogmai Radio
جولای 23, 2026
پېنټاګون؛ اردن کې د وژل شویو ۲ امریکايي سرتېرو هویت خپور کړی
نړۍ

پېنټاګون؛ اردن کې د وژل شویو ۲ امریکايي سرتېرو هویت خپور کړی

by Spogmai Radio
جولای 21, 2026
Next Post
خلیلزاد د داعش پر وړاندې د طالبانو د اقداماتو هرکلی کړی

خلیلزاد د داعش پر وړاندې د طالبانو د اقداماتو هرکلی کړی

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

په واشنګټن کې له افغانستانه د ټولو سرتېرو د ایستلو پر سر ناندرۍ روانې دي

په واشنګټن کې له افغانستانه د ټولو سرتېرو د ایستلو پر سر ناندرۍ روانې دي

نوومبر 15, 2020
د امریکا ددفاع وزارت: په افغانستان کې اوسنی تاوتریخوالی د منلو نه دی

د امریکا ددفاع وزارت: په افغانستان کې اوسنی تاوتریخوالی د منلو نه دی

فبروري 13, 2021

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ