د امریکا د سنا غړو له هغه طرحې سره مخالفت وکړ چې له مخې به یې ټرمپ استیضاح او محاکمه کېده. دغه غوښتنې ۶۷ رایو ته اړتیا لرله خو ټولټال یې ۵۷ مثبتې رایې لرلې. په دې توګه ټرمپ له هغه تور مبرا شو چې ویل کېدل د امریکا پر سنا یې د برید لپاره لاریون کوونکي هڅولي وو. ټرمپ د سنا ددې پرېکړې هرکلی کړی دی او په خبره یې دده استیضاح او په دې اړه د سنا د ځینو غړو دریځ د تاریخ تر ټولو ستر ظلم و، خو پکې بریالي نه شول.
































