د ولسي جرګې غړي وایي امنیتي ادارې د خلکو د امنیت په تامین کې ناکامې دي. د ولسي جرګې غړو د نننۍ غونډې په امتیازي ساعت کې په هېواد په تېره په کابل کې وروستۍ امنیتي پېښې او هدفي بریدونه د جدي اندېښنې وړ بللي دي. د ولسي جرګې غړو پر امنیتي ادارو په تېره د ولسمشر پر لومړي مرستیال چې د کابل د امنیت مسوول دی نیوکه کړې چې د خلکو د امنیت په تامین کې ناکام دی. د ولسي جرګې غړي خالد اسد وویل چې ناپېژانده وسله وال هره ورځ په کابل ښار کې بریدونه کوي او د ځوانانو ژوند اخلي خو حکومت نه بینا سترګې لري او نه هم اورېدونکي غوږونه. نوموړي د ولسمشر له لومړي مرستیال وغوښتل چې ژر تر ژره دې د د ولس غږ واوري، امنیت دې تامین کړي او د خلکو د امنیت د تامین په برخه کې دې بې پروايي نه کوي.











