په میدان وردګو ولایت کې د علي پور پر خلاف او ددغه ولایت د امنیه قومندان په ملاتړ لاریون شوی دی. لاریون کوونکي وایي چې علي پور یو غیر مسوول وسله وال دی چې حکومت یې باید ونیسي. دوی د علي پور ضد شعار ورکوي او له امنیتي ادارو غواړي چې علي پور د قانون منګولو ته وسپاري او هغه د خپلسرو وسله والو فعالیتونو او غیر قانوني کړنو له امله محاکمه کړي. دوی وایي چې ددغه ولایت امنیه قومندان الله داد فدايي دې بېرته خپلې دندې ته راستون کړل شي. د میدان وردګو په بهسودو ولسوالۍ کې څو ورځې وړاندې د علي پور غیر مسوولو وسله والو پر افغان ځواکونو برید وکړ، چې په ځوابي برید کې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته. تر دې پېښې وروسته کورنیو چارو وزارت د علي پور پر ځای د میدان وردګو ولایت امنیه قومندان الله داد فدایي لویې څارنوالۍ ته ورمعرفي کړی دی چې دا مسئله د خلکو له غبرګون سره مخ شوې ده.
































