په کابل کې د ملګري ملتونو سیاسي استازولۍ یا یونما په خپل تازه راپور کې ویلي چې د سولې خبرو له پیله سره هم مهاله په افغانستان کې تاوتریخوالی خپل اوج ته رسېدلی دی. د یادې ادارې د راپور له مخې، د ۲۰۲۱ زېږدیز کال له پیله تر اوسه په دغه هېواد کې ۱۱ د بشري حقونو مدافعین او د رسنیو کارکوونکي وژل شوي دي. راپور کاږي، چې د دغو بریدونو له امله ډېریو مسلکي کسانو ځانونه پټ کړي او ان ډېری پېژندل شوي اشخاص له افغانستان څخه وتلي دي. د راپور له مخې، د وژل شویو ۱۱ کسانو له ډلې پنځه یې د بشري حقونو مدافعین او شپږ هغه یې د رسنیو کارکوونکي وو چې په تېرو څلورو میاشتو کې په هدفي بریدونو او ماین چاودنو کې وژل شوي دي. یونما ویلي چې دغو بریدونو د سولې پر پروسې د خلکو باور زیانمن کړی دی. د ملګري ملتونو ځانګړې استازې دیبرا لاینز ویلي کله چې د سولې خبرې پیلېږي تر نورو ډېر باید د هغو کسانو خبرې واورېدل شي چې تل له ټولنې سره په اړیکه کې پاتې شوي دي خو په خبره یې د دې پر ځای چې د دې کسانو خبرې واورېدل شي غږ یې چوپ کېږي او وژل کېږي.
































