امریکا دې د هوکړې په ماتولو ځان په نړیواله کچه نه بې اعتباره کوي. مشهور امریکایي مبصر ټيلر کاټسکي نیوز ویک نشریې ته په یوه لیکلې مقاله کې وایي چې بایډن باید د دوحې هوکړې ته ژمن پاتې شي او د مې تر میاشتې دې خپل سرتېري له افغانستان وباسي. د نوموړي په خبره که امریکايي لوری پر خپله هوکړه عمل و نه کړي نو دا به امریکا په نړیواله کچه بې باوره کړي، ځکه دغه هېواد تر دې وړاندې له ایران سره اټومي هوکړه ماته کړې ده او اوس به له طالبانو سره ددوحې هوکړه ماتوي. ټېلر همدا راز وایي چې بایډن باید له افغانستان خپل سرتېري وباسي او په وینا یې که دا کار ونه کړي نو ښایي امریکایي ځواکونه په یوه بله بې پایه جګړه کې ښکېل شي او دا به په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د جګړې لپاره د سیمې د هېوادونو مداخلې ته زمینه برابره کړي. نوموړی د افغان جګړې د حل یوازینۍ لار د سولې خبرې مخ ته بېول او له افغانستان د سرتېرو ایستل بولي.
































