امریکايي او افغان لوري د سولې پر روانه پروسه خبرې کړې دي. د ارګ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې ولسمشر غني تېر ماښام د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر انتوني بلینکن سره پر افغان سوله او دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړې دي. په دې تلیفوني مکالمه کې همدا راز په سیمه کې پر روان وضعیت او د ترهګرۍ ضد مبارزې هم خبرې شوې دي. دواړو لورو همدا راز د سولې په روانه پروسه کې پر پرمختګونو خبرې کړې دي او ټینګار یې کړی چې په دې پرخه کې به ددواړو هېوادونو ترمنځ همکاري ډېرېږي. ولسمشر غني ویلي افغانان سوله غواړي او ددې غوښتونکي دي چې د اغېزناکو مذاکراتو پر مټ یې په هېواد کې روانه اوږده جګړه پای ته ورسېږي. دواړو لورو د سولې په برخه کې د بریا لپاره پر سیمه ییزه او نړیواله ديپلوماسۍ او اجماع هم ټینګار کړی دی.
































