د راپورونو له مخې لومړۍ چاودنه د دارالامان پر سړک وشوه چې له امله یې یو کس وژل شوی او یو بل ټپي دی. امنیتی سرچینې بیا وایي چې په دې پېښه کې دوه کسه ټپیان شوي دي. دویمه چاودنه بیا د کابل ښار د کارته پروان په سیمه کې شوې چې له امله یې د راپورونو له مخې د یوې مېرمنې په ګډون درې کسه وژل شوي دي. همدا راز درېیمه چاودنه بیا شاوخوا لس نیمې بجې د کابل ښار د درېیمې ناحیې اړوند له شهید څلور لارې سره پر یوه رنجر ډوله موټر شوې ده. په دې پېښه کې هم دوه کسه وژل شوي دي. امنیتي سرچینې وایي چې د پېښو په اړه یې پلټنې پيل کړې دي او معلومات به یې وروسته له رسنیو سره شریک کړي. امنیتي ادارې داسې مهال د څېړنو خبره کوي چې په وروستیو میاشتو کې کابل ښار نږدې هره ورځ د چاودنو شاهد وي او له یوې تر درېیو چاودنو د ښار په بېلو برخو کې کېږي چې مسوولیت یې هېڅ ډله نه مني.
































