له افغانستان د سرتېرو ایستل د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي کمښت پورې اړه لري. د امریکا د دفاع وزیر لویډ آسټین ویلي، چې له افغانستان د امریکايي سرتېرو وتل د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي کمښت پورې تړلی کار دی. نوموړی وايي، اوسمهال د تاوتریخوالي کچه ډېره لوړه ده او بین لافغاني خبرو کې باید پر مختګ وشي. اسټین تر دې مخکې ویلي وو، چې د ځواکونو په ایستلو کې بېړه نه کوي او د امریکایي ځواکونو وتل به په منظم شکل وي. نوموړي ویلي، امریکا د افغان جګړې د پای ته رسولو لپاره ډیپلوماټیکو هڅو ته ژمنه ده.
































