چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

که سوله ونه شي؛ تېر تاریخ به تکرار شي

لیکنه: محراب سليمان خيل

Spogmai Radio by Spogmai Radio
فبروري 22, 2021
in ليکنې او تحلیلونه
0
که سوله ونه شي؛ تېر تاریخ به تکرار شي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

که طالبان او حکومت سوله ونه کړي، نو طالبان به د ۱۹۹۴ کال د مجاهدینو له سرنوشت او حکومت به ۱۳۷۱ کلونو د نظام له سرنوشت سره مخ شي.  مجاهدین ۱۴ کاله د امریکا په مستقیم امر له افغان حکومت سره وجنګېدل؛ دلته د پاکستان نوم ځکه نه یادوم چې پاکستان په هغه وخت کې د ټولې نړۍ قرضدار و او دومره امکانات نه وو ورسره چې اووه لویې جنګې ډلې دې د قوي نظام پر وړاندې تجهيز او تشويق کړي؛ څو نظام پرې وپرزوي. ۱۴ کاله دا جنګي ډلې امریکا او پاکستان په ښه اخلاص حمایه کړې، کله چې امریکا خپل هدف تر لاسه کړ، د هیواد لویه اردو یې پرې دړې وړې کړه، خپل لوی رقیب روسیه له سوپر طاقت څخه په څو ایالتونو وویشل شوه، امریکا خپل هدف ته ورسېده او دا وخت نوره د مرستو لړۍ هم په ټپه ودرېده. امریکا دې جنګې ډلو ته د سترې بریا مبارکې ورکړه او نور يې دوی په خپل منځ کې سره پرېښودل. کرنل امام، ضیاالحق، حمیدګل او نوازشریف خپل ټاکلى ماموریت په صادقانه ډول پای ته ورساوه. قرضدار پاکستان يې د اټوم بم څښتن کړ او کراچۍ ښار یې د رڼاګانو په ښار بدل کړ.  موږ یونیم میلیون شهیدان ورکړل؛ یو میلیون معیوب؛ اووه میلیونه له هیواد مهاجر او په ټول هیواد کې یوه داسې کوټه روغه پاتې نشوه چې په مرمۍ نه وي سورۍ شوې.

جهاد موږ وکړ؛ خو جنت او حورې نورو يوړې.

مجاهدین لا هم د دې ملت په وینو ماړه نه شول، په زرګونو یې سره ووژل، کابل په کنډواله بدل شو، هغه کابل چې نجیب الله خپل سر پرې ورکړ؛ خو کابل يې وران ونه غوښت. لنډه دا چې افغانان دومره ذلیل او رسوا شول چې نه ګرګین داسې ظلمونه کړي وو، نه روس، نه بل کوم کافر. که ظلمونه یې په تفصیل سره بیان کړو، موضوع بلې خوا ته ولاړه نشي. لنډه دا چې د دوی په اسلامي نظام کې افغانانو د هر ظلم او جبر سکه وکړه. امریکا چې خپل ماموریت خلاص کړ، نو پاکستان هم له مجاهدینو لاس واخیست، یو غیران کومک یې هم نه ورسره کاوه.

مجاهدین مجبور شول چا سعودي عربستان ته لاس اوږد کړي، چا د ایران اخوانیانو ته ځولۍ ونیوله، چا بيرته روسيې او بل بل هیواد ته د مرستې غږ وکړ. دلته د امریکا بهانه ورته جوړه شوه او نوی ماموريت یې پاکستان ته ورکړ. کرنل امام په خپل کتاب (د افغان جهاد داستان) کې لیکي، نيمه شپه عاجله غونډه رابلل شوې وه چې زه هم ورغلم، نو تصمیم داسې ونیول شو چې نور باید د مجاهدینو ټغر ټول او د ۳۵ مثلې ځوانانو په مټ باید زړه ډله ختمه شي. هغه وو چې د کندهار میوند ولسوالۍ څخه یې شروع پرې وکړه او په لنډه موده کې تر کابله راورسيده.

هغه مجاهدین چې پاکستان به ورته له آسمانه راښکته شوې پرېښتې ويلې، په دغه وخت کې پاکستان خپلې خاورې ته لا نه پرېښوده، ګلبدين حکمتیار تاجکستان ته وتښتېد، مزاري يې په پراشوټ کې له تيارې راوغورځاوه، هر چا د منډې لار غوښته او ځینې خو یې ان تر کولابه ورسیدل. «نو دا دې پاکستان او امريکا انډيوالي» همدا طالبان وو. په ۲۰۰۱ کال کې امریکا د پاکستان په همکارۍ د نړۍ لوی لوی بمونه پرې استعمال کړل، پاکستان نه دا چې ملاتړ یی ونه کړ؛ بلکې د سمندري کښتیو او هوایي ځواک ته يې ښه لوی لوی میدانونه خالي کړل، څو د طالبانو جوړ نظام پرې دړې وړې کړي.

نن که سوله ونشي، تير تاریخ تکراريږي. دا درېيم کال دی چې نړۍ طالبان د يو سياسي جهت په توګه پيژني، امريکا تړون ورسره وکړ او د قطر دفتر ټول مصارف يې پر غاړه واخيستل. ۵۰۰۰ بنديان يې ور خوشې کړل، د نړۍ هيوادونو ته آزاده تګ راتګ کوي؛ خو دا يارانه او تعهد به تلپاتې نه وي. د جوبايډن له راتګ سره کيسه بل رقم شوه، افغاني مذاکرات په ټپه ودرېدل، د امريکا او طالبانو ترمنځ په شوي تړون يې هم بيا څيړل شروع کړل، د نظاميانو وتل يې هم لازم ونه ګڼل، نو ډار دلته دی چې امريکا او پاکستان ممکن نوی ماموريت غواړي پيل کړي. که طالبان عجله ونه کړي، خپلې غوښتنې کمې نه کړي، په رښتیني ډول سولې ته ژمن نشي، په افغان ملت رحم ونه کړي، د پاکستان له منګولو ځان خلاص نه کړي؛ نو د بلې جګړې پيل او پر طالبانو لکه د تېرو مجاهدينو د سرنوشت داسې څپه راروانه ده. دا جګړه به دومره مرګونې وي چې د تېرو جګړو مثالونه به ورک کړي. سوله په زغملو راځي، د يو بل په منلو راځې، يو څه بايد وبايلل شي، څو سولې ته ورسيږو. پر پاکستان باور نه دی پکار، پاکستان لکه څنګه چې مجاهدين خرڅ کړل او لکه څنګه چې د طالبانو تېر نظام امريکا ته تسليم کړ، داځل هم شرايط هغسې دي.

امريکا شته نظام او طالب دواړه په میدان پريږدي، نه ولاکه طالب دلته بيا د تېر په شان حکومتداري وکړای شي او نه دا شته حکومت بې له سولې دوام کولای شي. سوله حتمې ده! سوله د افغانستان نوم دی! سوله لکه د ماشوم په غوږ کې آزان چې د نوې ژوند زيرى ورکوي. جنګ لکه د اسرافيل شپيلۍ نه طالب پاتې کيدای شي، نه دا شته نظام.

Previous Post

عبدالله عبدالله: اوربند ته جدي اړتیا ده، طالبان دې ژر تر ژره مذاکرات پيل کړي

Next Post

د رهبرۍ ۹۹ سلنه ماتې؛ د شخصي ناوړتیا له امله رامنځ ته کېږي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
Next Post
د رهبرۍ ۹۹ سلنه ماتې؛ د شخصي ناوړتیا له امله رامنځ ته کېږي

د رهبرۍ ۹۹ سلنه ماتې؛ د شخصي ناوړتیا له امله رامنځ ته کېږي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د پاسپورت لوی ریاست: تیر کال مو ۱۲ میلیارده افغانۍ عواید راټول کړي

د پاسپورت لوی ریاست: تیر کال مو ۱۲ میلیارده افغانۍ عواید راټول کړي

جولای 17, 2024
دلاور: ټاپي پروژه د افغانستان او ګاونډیو هېوادونو لپاره حیاتي ارزښت لري

دلاور: ټاپي پروژه د افغانستان او ګاونډیو هېوادونو لپاره حیاتي ارزښت لري

جنوري 17, 2023

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved