سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home افغانستان

عبدالله عبدالله: اوربند ته جدي اړتیا ده، طالبان دې ژر تر ژره مذاکرات پيل کړي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
فبروري 22, 2021
in افغانستان
0
عبدالله عبدالله: اوربند ته جدي اړتیا ده، طالبان دې ژر تر ژره مذاکرات پيل کړي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

افغان لوری د بین الافغاني خبرو د ژر تر ژره پیلېدو غوښتنه کوي. سره له دې چې څه باندې یوه میاشت کېږي، چې بین الافغاني مذاکرات ځنډېدلي، خو طالبان یې لاملونه بېل ښيي، افغان حکومت بیا پر دې باور دی، چې طالبانو تاوتریخوالی ډېر کړی او د مذاکراتو له مېز په شا شوي دي. د ملي مصالحې عالي شورا بیا ټینګار کوي، چې اوربند او د تاوتریخوالي کمېدل د افغانانو غوښتنه ده او طالبان باید تاوتریخوالی کم کړي او له جګړو لاس واخلي. بلخوا په پلازمېنه کابل او ولایتونو کې بیا د تاوتریخوالي اوج خلک اندېښمن کړي دي.

کابل تېره ورځ هم د وړمې ورځې په څېر د بوږنوونکو امنیتي پېښو شاهد و. مازیګر مهال یوې چاودنې د کابل ښار په برکي څلور لارې کې مرګ ژوبله واړوله او له دغه پېښې په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې ویډیوګانې او انځورونه خورا بوږنوونکي دي. وړمه ورځ هم په کابل کې تر ماښامه درې پرله پسې چاودنې وشوې، چې پنځه کسان یې ووژل. د دغو پېښو مسوولیت هېڅ ډله نه مني، خو افغان حکومت یې بیا په اړه د پلټنو او څېړنو خبره کوي.

You might also like

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي

بلخوا د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا رییس ډاکتر عبدالله عبدالله بیا د دې غوښتونکی دی چې بین الافغاني مذاکرات ژر تر ژره پيل شي. ډاکتر عبدالله عبدالله تېره ورځ په یوه خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال وویل، چې د تاوتریخوالي کمېدل او د جګړو ختمېدل د افغانانو ستره غوښتنه ده او طالبان باید د افغان ولس غوښتنې ته درناوی وکړي. د ده په خبره: «اوربند د افغانانو مهمه او اصلي غوښتنه ده. د تاوتریخوالي دوام هره ورځ له افغانانو قرباني اخلي. دا لړۍ باید پای ته ورسېږي».

عبدالله د خپلو خبرو په دوام له وسله والو طالبانو وغوښتل، چې ژر تر ژره تاوتریخوالی ختم کړي او د مذاکراتو مېز ته راوګرځي. د ده په خبره، د افغان حکومت مذاکراتي پلاوی لا هم په دوحه کې دی او لا هم د دې لپاره تیار دی چې له طالبانو سره خبرې پيل کړي، خو دې ډلې ته په کار ده چې خبرو ته ادامه ورکړي. عبدالله دغه راز وایي چې د طالبانو له لوري روان کړی تاوتریخوالی هم هره ورځ له عامو افغانانو قرباني اخلي. د ده په وینا: «موږ د دې غوښتونکي یو چې ژر تر ژره مذاکرات په جدي توګه پيل شي او دوام پیدا کړي».

ډاکتر عبدالله عبدالله داسې مهال دغه څرګندونې کوي، چې تېره ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر هم پر افغان سوله څرګندونې لرلې. نوموړي له ډاکټر عبدالله عبدالله سره په خبرو کې ویلي، چې دوی په افغانستان کې د روانې جګړې د پای ته رسېدو ملاتړي دي او په دې برخه کې خپلې همکارۍ ډېروي. عبدالله بیا ویلي چې له انتوني بلینکن سره یې د طالبانو له لوري پر روان تاوتریخوالي هم خبرې کړې دي. د ده په خبره، دواړو لورو ټینګار کړی چې باید طالبان تاوتریخوالی کم کړي او جدي مذاکراتو ته ادامه ورکړي.

بلخوا د تاوتریخوالي په اوج کې د سیاسي چارو شنونکي هم وایي چې د جګړو د دوام او تاوتریخوالي د دوام لامل د امریکا کړنې دي. د سیاسي مسایلو څارونکی او د پوهنتون استاد فیض ځلاند وايي، طالبانو تاوتریخوالی ډېر کړی او لامل یې هم دا دی چې فکر کوي جو بایډن به له خپلو ژمنو په شا شي. د ده په خبره: «طالبانو ځکه تاوتریخوالی ډېر کړی، چې فکر کوي بایډن به پر خپلو ژمنو عمل و نه کړي».

بلخوا طالبانو ته نږدې سرچینې بیا وایي، چې له دوی سره په هوکړه کې پر شویو ژمنو عمل نه دی شوی. د دوی په خبره، د هوکړې له مخې یې مشران له تور لېست نه دي ایستل شوي، د بندیانو مسئله یې نه ده روښانه شوې او د بهرنیو ځواکونو د وتلو برخلیک هم تر دې دمه نه دی واضح شوی. افغان حکومت بیا په دې باور دی چې طالبانو پر ژمنو عمل نه دی کړی او دمګړی له مذاکراتو هم په شا شوي دي.

Tags: Top
Previous Post

په افغانستان کې د نظامونو بدلون او اقتصادي ځوړتیا

Next Post

که سوله ونه شي؛ تېر تاریخ به تکرار شي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي
افغانستان

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی
افغانستان

حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي
افغانستان

جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي
افغانستان

د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
نورستان؛ سختو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي
افغانستان

نورستان؛ سختو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
که سوله ونه شي؛ تېر تاریخ به تکرار شي

که سوله ونه شي؛ تېر تاریخ به تکرار شي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

ایران سره پولې ته څېرمه څلور پاکستاني سرتېري وژل شوي

ایران سره پولې ته څېرمه څلور پاکستاني سرتېري وژل شوي

اپریل 2, 2023
له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

دسمبر 30, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved