ملګري ملتونه وایي په افغانستان کې دې د بشري حقونو د نقض او ملکیانو د تلفاتو مخنیوی وشي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یونما تازه په افغانستان کې د ملکي وګړو د مصونیت په اړه خپل کلنی راپور خپور کړی دی. په کابل کې د یونما د دفتر مشرې دبیرا لاینز ویلي ددې راپور له خپرولو یې موخه دا ده، چې د جګړې ښکېل لوري د ملکي وګړو ساتنې ته متوجه کړي. د نوموړې په خبره په افغانستان کې د ملکي تلفاتو د ختمولو لپاره ان یوه ورځ هم فرصت ده او باید ضایع نه کړل شي. د ملګرو ملتونو راپور ښيي چې په ۲۰۲۰ز کال کې د وړم ۲۰۱۹ز کال په پرتله ملکي تلفات ۳۰ سلنه راکم شوي دي، خو ملګري ملتونه بیا هم له ښکېلو اړخونو غواړي چې ژر تر ژره جګړې ختمې کړي، د ملکي وګړو د تلفاتو مخنیوی وکړي او روانه خونړۍ جګړه پای ته ورسوي.
































