چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

د سولې خبرو بیا پیل، هیلې او ستونزې

Spogmai Radio by Spogmai Radio
فبروري 24, 2021
in تبصرې
0
خلک باید ومني چې چاودنې یې د ورځني ژوند برخه ده؟
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د سولې مذاکراتي ټيمونو تر اوږده ځنډ وروسته یو ځل بیا په قطر کې د خپلمنځي ناستو د پیلېدو خبر ورکړی دی. دواړو لورو وړم ماښام په یوې ګډې اعلامیې کې ویلي چې یاده ناسته د دواړو پلاوو د مشرانو او ځینو غړیو ترمنځ په ښه فضا کې تر سره شوه. د افغانستان د اسلامي جمهوریت مذاکراتي پلاوي او په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکتر محمد نعیم هم د دې ناستې ترسره کېدل تایید کړي او ویلي یې دي چې د دواړو خواوو تر منځ یاده ناسته په ښه فضا کې ترسره شوه. دوی دغه راز ویلي چې په یاده ناسته کې ټاکل شوو کاري ګروپونو ته دنده سپارل شوې، چې په دې اړه خپلو ناستو ته دوام ورکړي.

د سولې په اړه د بین الافغاني مذاکراتو دویم پړاو د تېرې جنورۍ په نهمه په دوحه کې پرانیستل شو، خو وروسته د دواړو پلاوو ترمنځ د کاري اجنډا پر سر د ځینو اختلافاتو له امله ناستې تر سره نه شوې.

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

له اوږدې مودې د سولې خبرې په ساړه حالت کې وې. د تېر میلادي کال په وروستیو کې یوه میاشت رخصتي وشوه، خو چې کله خبرې د جنورۍ په اوومه بېرته پیل شوې، له دوو سړو ناستو وروسته بیا خبرې یو مخ بندې شولې. داسې ښکارېدله چې په دوحه کې د بین الافغاني خبرو دوسیه نوره تړل شوې او دا خبره به بیا پیل نه شي او که پیل هم شي، نو نتیجه به ونه لري. اوس چې دا خبرې بیا پیل شوي، یو ښه پرمختګ دی او خلک ورته خوشاله دي، خو له ټولو سره بیا هم دا پوښتنه ده چې خبرې به مثبته پایله ولري او که به د پخوا په شان سړې، لانجمنې او بې پایلې وي.

دوه بنسټیز لاملونه شته چې د سولې په خبرو منفي اغېز پرې باسي. یو دا چې لا هم د بهرنیو ځواکونو د وتلو مسأله روښانه نه ده. ناټو او امریکایان تر مې میاشتې د وتلو خبره نه کوي، په داسې حال کې چې د دوحې په هوکړه کې ویل شوي چې باید تر مې ټول بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووځي. که بهرني ځواکونه رښتیا هم ونه وځي او یا په دې اړه له  طالبانو سره کوم نوی تفاهم ونه شي، نو تر سولې د جګړې وېره زیاته ده. دا چاره به نه یوازې د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړې ته زیان ورسوي، بلکې د بین الافغاني خبرو ټغر به هم ور ټول کړي. دویم لامل دا دی چې لا هم دواړه بین الافغاني لوري له یو بل سره رښتیني نه دي، په نیتونو کې یې ستونزې شته او هغسې څه نه کوي چې د سولې لپاره ورته اړتیا ده. دا چاره مخامخ پر خبرو  منفي اغېز کوي.

اوس چې د سولې خبرې یو ځل بیا پیل شوي، له ټولو ستونزو سره سره ورته هیلې شته. د جګړې دواړه غاړې باید پر دې ولس رحم وکړي، له تېرو زده‌کړه وکړي، د ولس غږ واوري او د سولې په برخه کې رښتیني ګامونه واخلي. له انعطاف، قربانۍ او یو بل ته له تېرېدنې پرته نه سوله راتلای شي او نه هم جګړه ختمېدای شي. له همدې امله دواړه لوري باید ټول هغه ګامونه واخلي چې له سولې سره مرسته کوي او ټولې هغه کړنې باید ودروي چې سوله تخریبوي او جګړه زیاتوي.

Previous Post

د افغانانو برخلیک؛ په کوم لوري روان دی؟

Next Post

یوناما: د سولې له خبرو سره هممهاله ملکي تلفات ډېر شوي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
یوناما: د سولې له خبرو سره هممهاله ملکي تلفات ډېر شوي

یوناما: د سولې له خبرو سره هممهاله ملکي تلفات ډېر شوي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

اریانا افغان هوايي شرکت له خوست څخه اماراتو ته الوتنې پیلوي

اریانا افغان هوايي شرکت له خوست څخه اماراتو ته الوتنې پیلوي

جنوري 23, 2024

د چين او يوګانډا مشرانو د دواړو هېوادونو‌ د رسمي اړیکو د ټينګېدو د ۶۰مې کليزې په پار يو بل ته د مبارکۍ پيغامونه وليږل

اکتوبر 18, 2022

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved