سپینه ماڼۍ وایي، جو بایډن نه غواړي چې طالبان یو ځل بیا پر افغانستان واکمن شي. ټایمز اف انډیا ورځپاڼې د سپینې ماڼۍ د ویاندې جن ساکي په حواله راپور ورکړی دی چې واشنګټن په پوره احتیاط سره د افغان سولې پروسه تعقیبوي. هغې ویلي، دوی په دې باور دي چې طالبانو له امریکا سره د تېر کال هوکړې ته ژمنتیا نه ده ښودلې او تاوتریخوالي ته یې دوام ورکړی دی نو پر همدې بنسټ له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتلو ته زمینه نه ده برابره شوې. نوموړې له ډېرو جزیاتو پرته ویلي چې د افغان سولې پروسه روانه ده او دوی یې پایلو ته په تمه دي. په ورته وخت کې د پنټاګون ویاند جان کربي هم ویلي چې د دفاع وزیر لویډ اسټین د دوحې هوکړه ارزوي او له خپلو افغان متحدینو سره په مکرر ډول په تماس کې دی. نوموړي ویلي چې پنټاګون شوې هوکړه په جدي توګه ارزوي او د ارزونې تر پای ته رسېدو وروسته ښایي اړینې پرېکړي ترسره شي.
































