د امریکایي رسنیو د راپورونو له مخې د جمال خاشقجي د وژل کېدو راپور د ټرمپ د واکمنۍ پر مهال د امریکا د استخباراتي ادارو له لوري جوړ شوی و، خو د ټرمپ له لوري یې د نه خپرولو سپارښتنه شوې وه. اوس سپینه ماڼۍ وایي چې بایډن به ددغه راپور د خپرېدو په اړه د سعودي عربستان له پادشا ملک سلمان سره خبرې کوي. امریکا ویلي دوی دغه راپور ډېر ژر خپروي او تر هغه وروسته به د سعودي عربستان لپاره ددغه جنجالي قضیې تیاره اړخونه نړیوالو ته روښانه شي. تور پورې کېږي چې د پخواني عرب خبریال جمال خاشقجي د قتل په قضیه کې د سعودي عربستان حکومت لاس درلود، خو عربستان دغه راپورونه رد کړي دي.
































