امریکایي سناتوران وایي ددې احتمال شته چې امریکا په افغانستان کې د لنډمهال لپاره خپل نظامي حضور ته دوام ورکړي. د امریکا د مشرانو جرګې د پوځي خدماتو د کمېټې مشر سناتور جک رید په یوه مرکه کې ویلي دي، امریکا په دقیقه توګه د افغانستان وضعیت ارزوي او د سنا له لوري ګومارل شوې کمېټې هم دا وړاندیز کړی چې په افغانستان کې دې د امریکایي ځواکونو حضور دوام پیدا کړي. دده په خبره له همدې امله دا احتمال شته چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو حضور د لنډ مهال لپاره وغځول شي. تر دې وړاندې هم د امریکا سنا غوښتي وو، چې په افغانستان کې د امنیت د تامین او ګواښونو د ختمولو لپاره باید امریکایي ځواکونه حضور ولري ځکه تر دې دمه په دغه هېواد کې جګړه روانه ده او د تاوتریخوالي د کمېدو کوم څرک نه ښکاري.











