د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف یو ځل بیا ویلي چې د مذاکراتو د ځنډ پړه د افغان دولت پر غاړه ده. نوموړي په یوه تازه مرکه کې ویلي چې افغان دولت ډېرې غلطې پرېکړې کړې دي او ښه کارونه یې نه دي ترسره کړي. کابلوف زیاته کړې، چې افغان دولت د مذاکراتو په شروع کولو او د بندیانو په خوشې کولو کې له دې امله ځنډ کاوه چې ګوندې د امریکا نوې اداره به له دوی سره خپل چلن بدل کړي. هغه دغه راز امریکا هم پر طالبانو ملامته بللې ده او زیاته کړې یې ده چې طالبان د قطر هوکړې ته په بشپړه توګه ژمن پاتې شوي خو امریکا هوکړه تر پښو لاندې کړې ده. کابلوف ویلي، طالبان په دې باور دي چې د ولسمشر غني اداره د سولې بهیر پر وړاندې خنډونه جوړوي. نوموړی دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې امریکا بیا طالبان له هوکړې په سرغړونه تورن کړي او د دغې هوکړې د ارزونې خبره یې کړې ده.
































