طالبان وايي، د دوی پر مشرانو د بندیزونو موضوع له امریکا سره د دوحې تړون کې فیصله شوې ده. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ټینګار کوي چې د دوی په مشرانو د بندیزونو او جایزو لېست باید ختم شي. نوموړي دا څرګندونې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د بندیزونو ۱۹۸۸ شمېره کمېټې ته د ملي امنیت د سلاکار حمدالله محب د څرګندونو په غبرګون کې کړې دي. محب پرون پر طالبانو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا بندیزونه افغانستان کې د سولې د هڅو د پیاوړتیا او د تاوتریخوالي مخنیوي لپاره خورا مهم بللي وو. خو د طالبانو ویاند وايي د بندیزونو موضوع کې د دوی مقابل اړخ امریکا ده او د افغان حکومت څرګندونې ورته اهمیت نه لري.
































