ولسمشر غني د برېټانیې له لومړي وزیر بوریس جانسون سره ټلیفونې خبرې کړې دي. ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، په دغه ټلیفوني مکالمه کې دواړو لورو د افغانستان او برېتانیې د اړیکو د پراختیا او سولې پروسې په اړه بحث او خبرې وکړې. په دغو خبرو کې د برېتانیې لومړي وزیر د افغانستان سولې پروسې، د سولې روانو هڅو لپاره د سیمه ییزې ډیپلوماسۍ د پیاوړتیا او افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د خپل هېواد د دوامداره ملاتړ ډاډ ورکړی دی. همداراز دواړو لورو د تاوتریخوالي پر زیاتوالي اندېښنه ښودلې او د سولې پروسې پر راتلونکو ګامونو یې د خبرو تر څنګ په افغانستان کې پر تلپاتې اوربند هم ټینګار کړی دی.












