د ملي دفاع وزارت لومړی مرستیال وایي افغان ځواکونه پیاوړي دي او د ټولو ګواښونو پر وړاندې د مبارزې وړتیا لري. نوموړي نن د کب د نهمې د سرتېري ورځې په مناسبت په جوړو شوو مراسمو کې د خبرو پر مهال وویل چې افغان سرتېري پیاوړي دي او ولس دې اندېښنه نه کوي. د شا محمود میاخیل په وینا افغان سرتېرو ته روان کال له ستونزو ډک کال و، خو له دې ټولو سره سره دوی بریالي شول چې ګواښونه ختم کړي او ستر خطرونه دفع کړي. هغه ټینګار کړی چې د سولې د پروسې ملاتړ کوي، خو که وسله وال طالبان جګړو ته ادامه ورکړي نو افغان پوځ یې پر وړاندې مبارزې ته تیار دی.
































