ولسمشر غني وایي روانه جګړه په هېڅ ډول له اسلام سره اړیکه نه لري او په خبره یې په دې اړه د نړۍ علماوو فتواوې ورکړې دي. نوموړي د سرتېري ورځې په مناسبت نن په ملي دفاع وزارت کې د خبرو پر مهال وویل چې افغان ځواکونه پیاوړي دي او د پردیو دسیسې به شنډوي. دده په خبره د نړۍ او افغانستان علماوو په ځلونو په نړیوالو کنفرانسونو کې پرېکړه کړې چې افغان جګړه اسلامي رنګ نه لري او نه هم دغه جګړه څوک روا بللی شي. ولسمشر غني همدا راز وویل چې جګړه اسانه ده، خو د مېړانې او صداقت لار سوله ده او طالبانو ته په کار ده چې د جګړې پر ځای پر سوله تمرکز ډېر کړي. نوموړي پر نړیوالې ټولنې هم غږ وکړ چې د افغانستان د سولې له روانې پروسې سره بشپړه او هر اړخیزه همکاري وکړي او په دې هېواد کې د بشري حقونو د خوندیتوب لپاره ګامونه اوچت کړي. ولسمشر غني یو ځل بیا ټینګار کړی چې یوازې د ټاکنو له ترسره کېدو وروسته او دغه راز د ولس په غوښتنه او خوښه د خپلې قانوني دورې تر بشپړولو وروسته به واک بل قانوني ولسمشر ته سپاري او په وینا یې راتلونکی ولسمشر به هم خلک ټاکي او د خلکو د ارادې استازیتوب به کوي.
































