سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home پوهنتون

حکمت د لوړو زده کړو موسسه

حمیدالله حمیدي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
فبروري 28, 2021
in پوهنتون
0
حکمت د لوړو زده کړو موسسه
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

نعمان سادات د لوړو زده کړو موسسه

اسیا د لوړو زده کړو موسسه

جامي پوهنتون

حکمت د لوړو زده کړو موسسه چې په بادغیس ولایت کې موقعیت لري، په ۱۳۹۲ کال کې یې له لوړو زده کړو وزارت څخه د فعالیت جواز تر لاسه کړ او په ۱۳۹۳ کال کې یې عملاً پر فعالیت پیل وکړ. د یادې موسسې د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي رییس، عبدالقدوس رسولي وویل، حکمت د لوړو زده کړو موسسه دوه پوهنځي لري چې حقوق او سیاسي علوم، او شرعیات دي.

د ښاغلي رسولي په وینا، حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی یې دوه ډېپارټمنټونه، قضا او څارنوالي، او اداره او ډیپلوماسي لري او شرعیاتو پوهنځی یې هم دوه ډېپارټمنټونه، فقه او قانون او اسلامي تعلیمات لري چې البته د اسلامي تعلیماتو د ډېپارټمنټ جواز یې په ۱۳۹۴ کال کې له لوړو زده کړو وزارت څخه تر لاسه کړ.

ښاغلي عبدالقدوس رسولي وویل، دوی ټول ۱۲۰۰ برحاله محصلین لري چې له دې ډلې یې ۱۶۰ ښځینه محصلینې تشکیلوي او پاتې نور یې نارینه محصلین دي.

ښاغلي رسولي زیاته کړه، حکمت د لوړو زده کړو موسسې تر دې دمه له خپلو دوو پوهنځیو څخه په اوو دورو کې شاوخوا ۵۰۰ محصلین فارغ او ټولنې ته یې د خدمت په موخه وړاندې کړي دي.

د ښاغلي رسولي په خبره، دوی په ۱۳۹۸ ښوونیز کال کې ۵۲۷ نوي محصلین جذب کړي او په مخکې کلونو کې د نوو جذب شوو محصلینو شمېر له دې یو څه لږ و.

د حکمت د لوړو زده کړو موسسې د حقوقو او سیاسي علومو یاد استاد، عبدالقدوس رسولي همدا راز وویل، دوی ټول ۳۰ استادان لري چې له دې ډلې ۸ یې د ماسټرۍ تر کچې لوړې زده کړې لري او پاتې نور یې لېسانس دي چې د لېسانس ډلې د استادانو یوه برخه یې دایمي او پاتې نور یې په موقتي ډول خپلې دندې تر سره کوي. ښاغلي رسولي زیاته کړه، د یادو استادانو په ډله کې یې دوې ښځینه استادانې هم شته چې د لېسانس تر کچې لوړې زده کړې لري او په برحاله توګه په حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي کې خپلې تدریسي چارې پر مخ بیایي.

 ښاغلي عبدالقدوس رسولي وویل، دوی د خپلو محصلینو لپاره ځانګړی تخفیف لري، د نوموړي په وینا، په لومړیو کلونو کې د حکمت د لوړو زده کړو موسسې د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د یوه سمیستر فیس ۱۵۰۰۰ افغانۍ و چې اوس مهال یې ۸۰۰۰ افغانیو ته راښکته کړی دی، چې په کلني ډول له ۱۰۰ تر ۱۵۰ محصلینو ته په دې برخه کې تخفیف ورکوي.

ښاغلي رسولي همدا راز وویل چې دوی په ۱۳۹۹ ښوونیز کال کې ۴۵۰ نوي محصلین جذب کړي دي.

د ښاغلي رسولي په خبره، حکمت د لوړو زده کړو موسسه د ورځې په دوو درسي ټایمونو کې خپلې درسي چارې پر مخ بیایي، چې یوه یې سهارنۍ او بله یې هم ماښامنۍ دوره ده.

ښاغلي عبدالقدوس رسولي زیاته کړه، دوی په پوهنتون کې د ننه خپلو محصلینو ته یو مجهز کتابتون لري، چې له ۱۳۹۶ کال مخکې یې ودانۍ په کرایه وه؛ خو اوس یې د پوهنتون د ننه ودانۍ ورته جوړه کړې ده او محصلین کولای شي خپل د اړتیا وړ معلوماتو تر لاسه کولو او مطالعې لپاره ورته مراجعه وکړي. د نوموړي په وینا، دوی له دې سربېره انلاین کتابتون هم لري چې شاوخوا ۱۲۰۰۰ جلده کتابونه پکې شته او محصلین ترې وخت ناوخت ګټه پورته کوي.

ښاغلي رسولي همدا راز وویل چې حکمت د لوړو زده کړو موسسه په هرات ښار کې له ځينو پوهنتونونو لکه خاتم النبیین، افغانستان او داسې نورو سره علمي او اکاډمیکې اړیکې لري او د خپلو دغو علمي اړیکو د لا پیاوړتیا په موخه یې تفاهم لیکونه ورسره لاسلیک کړي دي او له هېواده د باندې یې په ایران کې د مشهد ښار له ازاد اسلامي پوهنتون او همدارنګه د قُم ښار له پوهنتون سره اکاډمیکې اړیکې جوړ کړې دي.

ښاغلي رسولي زیاته کړه چې د حکمت د لوړو زده کړو موسسې فارغ شوو محصلینو ته تر اوسه د لوړو زده کړو وزارت لخوا رسمي ډیپلومونه نه دي ورکړل شوي.

د ښاغلي عبدالقدوس رسولي په خبره، دوی د خپلو محصلینو د علمي سویې د لوړاوي په موخه ځینې اسانتیاوې برابرې کړې دي، لکه د پوهنتون د ننه مجهز کتابتون، علمي سمینارونه، ورکشاپونه او داسې نور. دوی همدارنګه د یادو اسانتیاوو په لړ کې د ښځینه محصلینو لپاره وړتیا ترانسپورټ هم په نظر کې نیولی دی.

ښاغلي رسولي وویل، دوی د راتلونکي لپاره ځینې پلانونه لري چې په عملي کولو سره به یې حکمت د لوړو زده کړو موسسه لا ډېر اعتبار تر لاسه کړي، له هغې ډلې د اقتصاد پوهنځي رامنځته کول دي چې څو څو ځله یې د خلکو لخوا غوښتنه شوې ده او په پام کې لري چې ډېر ژر یې له لوړو زده کړو وزارت څخه جواز تر لاسه کړي.

ښاغلي رسولي زیاته کړه، دا چې د بادغیس ولایت اوسېدونکي له ډېرو اقتصادي، امنیتي او داسې نورو ستونزو سره مخ دي، نو یادو ستونزو او د خلکو غوښتنو ته په کتو له لوړو زده کړو وزارت څخه غواړي چې حکمت د لوړو زده کړو موسسې ته د اقتصاد پوهنځي د رامنځته کولو جواز ورکړي، ځکه چې خلک ورته سخته اړتیا لري، نو له لوړو زده کړو وزارت څخه غوښتنه لري چې په دې برخه کې ورسره لازمه مرسته وکړي.

په ۲۰۰۱ کال کې د موقتې ادارې په راتلو سره او له هغه وروسته په رسمي ډول د پخواني ولسمشر حامد کرزي له راتګ سره سم، ډېرو افغانانو عصري زده کړو ته مخه کړه او پوهنې وزارت پر دې وتوانېد، چې هر کال زرګونه کسان د لوړو زده کړو لپاره لوړو زده کړو وزارت ته د کانکور د ازموینې لپاره ور وپېژني. دا چې کال په کال د دغو فارغانو شمېر زیاتېدو، نو لوړو زده کړو وزارت ونه توانېد چې د دوولسمو ټولګیو ټول فارغین دې د لوړو زده کړو او یا هم نیمه لوړو زده کړو لپاره جذب کړي، نو اړتیا ته په کتو په دې برخه کې خصوصي سکټور ته هم اجازه ورکړل شوه، څو د لوړو زده کړو له معیارونو سره سم خدمات پیل کړي او محصلین جذب کړي. دغه هڅه ان له ۲۰۰۳ کال راپدېخوا کېده، خو په ۲۰۰۶ کال کې یې په عملي ډول افغان حکومت، په تېره بیا د لوړو زده کړو وزارت خصوصي سکټور ته هم اجازه ورکړه چې په دې برخه کې پانګونه وکړي، د لوړو زده کړو موسسې رامنځته کړي او بیا ګام پر ګام پوهنتون ته ارتقاع وکړي، د پوهنځیو شمېر یې زیات شي او ان د ماسټرۍ او دوکتورا لپاره هم محصلین جذب کړي. ډېری خصوصي پوهنتونونه په دې برخه کې ډېر ګټور ثابت شوي، په ډېرو برخو کې یې په کارپوه او مسلکي کسان ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړي دي. که په دې برخه کې خصوصي سکټور ګام نه وی اخیستی، کېدای شوای زرګونه افغان ځوانان هغه چې په بهر کې یې د لوړو زده کړو توان نه درلود، له زده کړو بې برخې شوي وای. د خصوصي پوهنتونونو یوه ښېګڼه دا هم ده چې تر ډېره یې د هغو کسانو لپاره د زده کړو زمینه برابره کړې، چې  غواړي دوه یا درې پوهنځي ولولي، ماسټري وکړي او یا هم په رسمي  وخت کې په دولتي او یا هم نا دولتي ادارو کې کار وکړي. ډېری کسان نیوکه پرې کوي او د خصوصي پوهنتونونو تحصیلي اسنادو ته ارزښت نه ورکوي، ځکه دوی وایي چې خصوصي پوهنتونونه پرته له دې چې محصل درسونو ته حاضر شي، د پیسو په بدل کې تحصیلي اسناد ورکوي او یا یې په ټوله کې د زده کړو کیفیت ښه نه دی؛ خو  خبره داسې هم نه ده. که وګورو، نن سباپه نړیواله کچه د پوهنتونونو په درجه بندۍ کې لوړځایونه خصوصي پوهنتونونو خپل کړي دي. دا ځکه چې دوی خلکو ته د پیسو په بدل کې زده کړې ورکوي، نو هڅه کوي چې ټول هغه امکانات ورته برابر کړي چې یو پوهنتون یې باید ولري، خو په افغانستان کې بیا تر اوسه دغه تجربه نوې ده. له دې سره سره دلته هم داسې خصوصي پوهنتونونه شته چې په خورا لوړ کیفیت د زده کړو امکانات لري. دا چې ټول خصوصي پوهنتونونه او د لوړو زده کړو موسسې د لوړو زده کړو وزارت په چوکاټ او د همدغه وزارت د قانون په رڼا کې فعالیت کوي او د فعالیت اجازه یې ورکړې ده، نو دا د لوړو زده کړو وزارت دنده ده چې وخت ناوخت دغه پوهنتونونه وڅاري. هغه چې په لوړ کیفیت خدمات وړاندې کوي، ویې هڅوي او هغه چې له قانون څخه سرغړونه کوي، قانوني چلند ور سره وکړي او ان کولی شي ویې تړي.

Previous Post

د مذاکرې هنر

Next Post

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

نعمان سادات د لوړو زده کړو موسسه
پوهنتون

نعمان سادات د لوړو زده کړو موسسه

by Spogmai Radio
اگست 8, 2021
اسیا د لوړو زده کړو موسسه
پوهنتون

اسیا د لوړو زده کړو موسسه

by Spogmai Radio
اگست 1, 2021
جامي پوهنتون
پوهنتون

جامي پوهنتون

by Spogmai Radio
جولای 11, 2021
علامه د لوړو زده کړو موسسه
پوهنتون

علامه د لوړو زده کړو موسسه

by Spogmai Radio
جولای 4, 2021
اهل بیت د لوړو زده کړو موسسه
پوهنتون

اهل بیت د لوړو زده کړو موسسه

by Spogmai Radio
جون 27, 2021
Next Post
ولسمشر: نړیوالې ټولنې افغانان ۴۰ کاله له سولې او ثبات محروم کړي

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

کندهار؛ هر کال شاوخوا ۵۰ زره ټنه خوراکي غوړي تولیدېږي

کندهار؛ هر کال شاوخوا ۵۰ زره ټنه خوراکي غوړي تولیدېږي

مې 4, 2026
افغانستان کې د جګړو له امله بېځایه شویو ته د مرستو وېش پیل شو

افغانستان کې د جګړو له امله بېځایه شویو ته د مرستو وېش پیل شو

مارچ 16, 2026

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved