د کرښې پورې غاړې ته د پښتونخوا ملي عوامي ګوند بلوچستان څانګې د ویاند اسد خان اڅکزي د وژنې پر ضد نن د کوټې په ګډون د بلوچستان په ټولو مهمو سیمو کې کاربندیز اعلان شوی دی، ټول کاروباري مارکېټونه او بازارونه بند دي. د یاد ګوند مسوولینو ویلي چې حکومت باید د اسد خان د وژنې پېښې د څېړنې لپاره قضایي کمیسیون جوړ کړي. دوی وایي چې پاکستاني استخبارات په ټول پاکستان کې له هر څه خبر دي خو د دې وژنو پړه بیا پر ناڅرګندو وسله والو اچوي چې دا خبره دوی ته په هیڅ صورت د منلو نه ده. په ورته وخت کې اعتراض کوونکي هم د حکومتي ادارو پر ضد شعارونه ورکوي او له حکومته غواړي چې هر څه ژر باید دا قضیه روښانه کړي او د پښتنو پر خاوره دې د روانو وژنو مخنیوی وکړي. اسد خان پنځه میاشتې مخکې د کوټې هوایي ډګر له سړکه تښتول شوی و او جسد یې پرون کوټې ته څېرمه د نوحصار په سیمه کې وموندل شو.
































