د کابل د پغمان ولسوالۍ په ارغندۍ سیمه کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې درې ملکي وګړي وژل شوي دي. د سیمې اوسېدونکي وایي چې د ملي امنیت ۰۱ قطقې تېره شپه په یاده سیمه کې شپني عملیات کړي دي چې په پایله کې یې د یوې کورنۍ درې غړي وژل شوي دي. د سیمې خلکو د وژل شویو کسانو جسدونه د کابل- کندهار لویې لارې ته راوړي دي او له حکومت څخه د دغې پېښې د سپیناوي غوښتنه کوي. دوی وایي چې وژل شوي کسان ملکیان دي او له هیڅ کومې وسله والې ډلې سره یې تړاو نه درلود. امنیتي چارواکو تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.
































