د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر ویلي چې افغان دولت په ټاکنو کې د طالبانو له حضور سره هیڅ راز مخالفت نه لري ځکه د ده په وینا دا چاره به پر دغې وسله والې ډلې د خلکو د اعتماد ښودنې ته زمینه برابره کړي. اتمر له سپوټنیک اژانس سره په مرکه کې ویلي، دوی د افغانستان د وګړو په توګه د طالبانو حقوق درک کوي، که هغوی دا فکر کوي چې د افغانانو لپاره یې جګړه کړې ده او د خلکو باور یې لاس ته راوړی دی نو مهرباني دې وکړي، په ټاکنو کې دې ګډون وکړي څو ټول په دې وپوهېږي چې ایا افغانان د طالبانو واک ته رسېدل مني او کنه. اتمر دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سیمې ته سفر پیل کړی دی او د دغه سفر موخه د سولې پروسې چټکتیا او اوربند ته د طالبانو هڅول بلل شوي دي.
































