چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

اداري فساد د ښې حکومتوالۍ پر وړاندې اساسي خنډ

لیکوال:  نصیب جان یوسفي 

Spogmai Radio by Spogmai Radio
مارچ 3, 2021
in ليکنې او تحلیلونه
0
اداري فساد د ښې حکومتوالۍ پر وړاندې اساسي خنډ
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

اداري فساد پرمختللي هېوادونه او هغه هېوادونه، چې د پرمختګ په حال کې دي، اغېزمنوي؛ اقتصادي پراختیا فلجوي، د پانګونې مخه نیسي او د بېکارۍ ګراف لوړوي.

د فاسد کلمې لفظي مانا (بربادي) ده، دا لاتیني کلمه لومړی د ارسطو لخوا او وروسته د سیسرو لخوا کارول شوې وه.

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

اداري فساد: فساد د اصلاح ضد کلمه ده، چې لغوي مفهوم يې خرابوالی او وروستوالی دی. د قانون خلاف هغه عمل ته وايي چې د دولتي کارکوونکو او د عامه خدمتونو د نورو مؤظفينو لخوا د شخصي ګټو او مقاصدو يا ډله‌يیزو اهدافو په خاطر تر سره کيږي. اداري فساد له منابعو څخه ناوړه استفاده کول دي، چې د ټولنې د نارضايتۍ او وروسته پاتې‌والي سبب ګرځي.

د فساد ویی له هغه مفهوم سره چې پکې فساد ځای نیولی وي، د پسوند په ډول راځي. لکه: اداري فساد، مالي فساد، اخلاقي فساد، اجتماعي فساد او…

اجتماعي فساد هر هغه عمل ته ویل کیږي، چې د ټولنې د نظم له منځه وړونکی وي، یا هغه عمل چې په ټولنه کې د ګډوډیو د ناسم عدالت سبب کیږي، د ټولنې د عمومي مصلحت خلاف وي او ټولنیزو نابرابریو او بې عدالتیو ته زمینه برابروي.

که د یو چا اخلاق خراب وي، د بېلګې په ډول، پردیو ښځو ته په بد نظر ګوري او یا هم د فاعل او یامفعول په حیث له ناروا لارو څخه په استفاده د خپلو غرائزو د پوره کېدو هڅه کوي، اخلاقي فساد بلل کیږي.

مالي فساد بیا د پیسو غلا، اختلاس، ناسم مصرف، په شرکت، اداره، دوکان او یا بانک کې د پیسو پټولو، کم و زیات حسابولو او د شخصي استفادې لپاره کارولو ته وايي.

اداري فساد په یوه اداره کې خراب کار او ناوړه استفادې ته ویل کیږي، چې ځان ته انواع لري.

له خپل موقف څخه ناسمه ګټه اخیستنه اداري فساد دی.

کار د اهل پرځای نا اهل چې وړ یې نه وي که هغه اشنا، دوست او یا ملګري ته وي، سپارل هم اداري فساد دی او د کارونو ځنډول هم د ادارې د وروستوالي مانا لري.

دا نږدې شاوخوا شل کاله کېږي، چې په افغانستان کې شته حاکمان او واکمنان د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې ژمنې کوي او د دې لپاره ډول ډول  تېر ایستونکي فعالیتونه او بې ځایه ژمنې کوي؛ خو پایله یې منفي او د اداري فساد ګراف ورځې تر بلې لوړوي.

زموږ ګران هېواد افغانستان لکه څنګه چې د نشه‌یي توکو په تولید، قاچاق، جګړه او ترهګریزو فعالیتونو کې لومړی مقام لري، په همدې ډول په نړۍ کې د اداري فساد په برخه کې هم تر ټولې نړۍ مخکې دی او لومړی مقام لري.

دا چې د افغانستان مظلوم ولس به له دې ناوړه او پرمختګ وژونکې ستونزې تر کومه ځورېږي؛ دا لا نه ده مالومه، ځکه چې دلته حاکمان تر ټولو ژور او پلان جوړونکی لاس لري.

که څه هم په ټولو نړیوالو کنفرانسونو او نړیوالو مرسته کوونکو هېوادونو کې د هیوادونو مشران له افغان چارواکو څخه د اداري فساد د مخنیوي لپاره ژمنې اخلي او ژمنې کوي؛ خو بیا هم په اداري فساد کې د دې پر ځای چې مخنیوی یې وشي او یا لږوالی پکې راشي، زیاتوالی پکې راځي او ټولې خبرې بر عکس تمامیږي.

زموږ زیاتره چارواکي او واکمنې څېرې په دې بوخت دي، چې څه ډول عامه ملکیتونه، د خلکو شخصي شتمنۍ، ملکیتونه او نړیوالې مرستې له ولس څخه په مختلفو او ناروا لارو خپلې کړي.

په نظام کې شته اقتصادپوهان چې له نورو بهرنیو هېوادونو څخه راغلي او د خپلو غلطو تیوریو له امله یې افغانستان له یوه ستر اقتصادي ناورین سره مخ کړی دی؛ دوی د دې پر ځای چې د خپلو پلانونو د عملي کولو له امله په هېواد کې وزګارتیا او لوږه له منځه یوسي، بدبختانه برعکس د دوی ناوړه پلانونه د دې سبب شوي دي، چې په هېواد کې د وزګارو کسانو شمېر لاپسې زیات او په ښارونو کې د ګدایانو لښکرې جوړې شوې دي. ښایي په ښارونو کې داسې سیمه نه وي چې ګدایان پکې په سوال کولو اخته نه وي، د رسنیو د ارقامو له مخې، د اداري فساد او د شته ظالمو حاکمانو له امله په هېواد کې د لوږې کچه ۷۲ سلنې ته لوړه شوې.

په هېواد کې ډېری ځوانان د بېکارۍ له امله سر ټکوي، چې له مخې یې د دوی ژوند تریخ شوی. دوی وايي، د همدې اداري فساد کار اهل کار ته نه سپارلو له امله دوی اړ کېږي، چې له هېواد څخه بهر په غیر قانوني توګه نورو هېوادونو ته مهاجرت وکړي او هلته د ژوند د خوندیتوب په موخه د عایداتو یوه وسیله لاسته راوړي.

ډېر ځوانان چې خپلې زده کړې یې د لیسانس په کچه په ډېر زحمت او د هر ډول ستونزو په مقابل کې سرته رسولې دي، په اوس کې ځانونه د نالوستو او ان  تر دې چې د سوالګرو په لېست کې حسابوي او حتی پیغورنه او بدې خبرې هم په ځان مني. نالوستي ورته وایي چې له تاسو خو موږ هم ښه یو چې پرته له زده کړو او کړاوونو ځان ته روزګار پیدا کولای شو، دا او دې ته نورې ورته بېلګې د اداري فساد پایله ګڼلی شو.

په تېرو کلونو کې په نظام کې شته افرادو او ښامارانو د افغانستان د خلکو او د نړیوالې ټولنې د تېر ایستلو لپاره د فساد د له منځه وړو او مخنیوي په خاطر لسګونه سازمانونه او ا دارې رامنځته کړې او په دې اړه یې ډول ډول پروګرامونه اعلان کړل، چې پایله یې همغه تېر ایستل دي.

دغو چارواکو له خپلو رسنیزو امکاناتو څخه په ګټې اخیستنې سره دا خلکو ته په ډاګه کړې ده، چې ګویا دوی د اداري فساد پر وړاندې په مبارزه کې صادق دي، یانې دوی ولس ته د فساد ضد عمل کړی، نه تمثیل چې دا تمثیل یې هېڅ سمه ریښه نه لري.

له بده مرغه هغه ادارې چې د فساد د مخنیوي لپاره رامنځته شوې وې، په خپله د فساد پر زیږوونکو ادارو باندې بدلې دي، د دولت په چوکاټ کې عدلي ارګانونه چې د اداري فساد د له منځه وړلو مسوولیت یې یوه له دندو ده؛ هم په دې هکله پاتې راغلي دي او په خپله د فساد لویې منبع ګرځېدلي دي.

په هېواد کې ولس پر عدلي ارګانونو باندې د اداري فساد له امله باور له لاسه ورکړی دی، په ځینو مواردو کې ځینې خلک اړ کیږي، چې خپلې ستونزې د رواجونو له مخې هوارې کړي، چې تر ډېره د حق او نا حق تفکیک نه کوي، فقط د ستونزې حل یې د لنډې مودې لپاره وي، چې په پایله کې یې ډېرې نورې ستونزې هم رامنځته کېږي، په اکثرو ولسوالیو کې ډېری خلک د خپلو ستونزو د له منځه وړو په خاطر د دولت مخالفینو ته مراجعه کوي، چې دا په خپله د اداري فساد ستره زیږنده او پر شته نظام د ولس کم باورۍ سبب کېږي.

اوسمهال د رسنیو د رپوټونو له مخې، په سلګونو دوسیې د اداري فساد په هکله په عدلي ارګانونو کې پرتې دي؛ خو تر اوسه دا ارګانونه په دې نه دي توانیدلي چې دا دوسیې حل او فصل کړي، دا ځکه چې له یوې خوا په خپله عدلي ارګانونو کې د فساد د شته‌والي په هکله ادعا کیږي او له بلې خوا دولتي لوړپوړي چارواکي او نفوذ لرونکي کسان نه پرېږدي چې په فساد کې ککړو کسانو ته د قانون له مخې جزا ورکړل شي.

په ډېرو ادارو کې د بنډونو او ډلګیو جوړېدل د دې سبب شوي، چې ولس د قانون او نظام په هکله ناسم برداشت کړی او ناسم ذهنیت یې خپل کړی دی، چې دا په لوی لاس د نظام او قانون بدنامېدل د خلکو او حکومت تر منځ واټن رامنځته کېدل دي.

په تېرو لسو کلونو کې په نظام کې شته مشرانو هڅه کوله، چې په دولت کې ټیټ رتبه لرونکي کسان په فساد کې ککړ وبولي. دوی دا دلیل درلود، چې د دې کسانو شته معاشونه لږ دي، نو له دې امله چې د کورنۍ اقتصادي ستونزې یې هوارې کړي، دوی فساد ته مخه کوي.

بدبختانه په اوس وخت کې دا ډېر بد کلتور خپل شوی، چې پر اداري فساد اخته کسان د دې پر ځای چې د خلکو او ټولنې پر وړاندې له افغاني کلتور سره سم، د شرم احساس وکړي؛ برعکس دوی خلاصې تڼۍ ګرځي او له ناروا لارو د شتمنیو په راټولولو سره د غرور او لوړتیا احساس کوي.

په نظام کې شته واکداران د فساد د له منځه وړلو لپاره ځینې ادارې را منځته کوي، خو تر هغه چې د اداري فساد د له منځه وړلو لپاره کلکه سیاسي اراده رامنځته نه شي او د موجوده نظام واکمنان دا کلکه اراده پیدا نه کړي، چې خپله به هم په اداري فساد کې نه ښکېل کېږي او نه به بل څوک دغه ناروا او غیر قانوني عمل ته پریږدي، چې اداري فساد ته مخه کړي؛ تر هغه د فساد پر ضد شعارونه، کنفرانسونه او غونډې هسې چټیات او بابولالې دي. موږ ګورو چې په نظام کې تقریباً پنځه نوي سلنه کسان پر فساد اخته دي.

دا پنځه نوي سلنه کسان هېڅکله د اداري فساد د له منځه وړلو هوډ او اراده نه لري. همدا خبره ده، چې په افغانستان کې فساد هغه مهال له منځه تللی شي، چې د فاسدو، لوټمارو او قانون ماتوونکو کسانو څخه په بشپړه توګه پاکه اداره رامنځته شي. باید ووایو چې د فساد پر وړاندې په مبارزه کې نه یوازې د فاسدو کړیو سیاسي او اداري حاکمیت ستر خنډ دی، بلکې د نورو استخباراتي ډلو فعالیتونه هم د دې سبب شوي دي، چې په هېواد کې د فاسدو ډلو سیاسي حاکمیت نور هم اوږد او لا قوي شي.

د اداري فساد له منځه وړل طرحو ته نه؛ بلکې سیاسي ارادې ته اړتیا لري، سیاسي اراده هله رامنځته کېدای شي، چې په رښتیني ډول په ولس او وطن زړه بد شي، نه دا چې تش تمثیل او ولس تېر ایستل وي.

Previous Post

ولې افغانستان کې بېرته تاوتریخوالی زیات شو؟

Next Post

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه: حکومت او امریکا دې یوازې د اعلامیو په خپرولو ځان نه خلاصوي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
Next Post
د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه: حکومت او امریکا دې یوازې د اعلامیو په خپرولو ځان نه خلاصوي

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه: حکومت او امریکا دې یوازې د اعلامیو په خپرولو ځان نه خلاصوي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د اوبو او انرژۍ وزارت له یو شمېر موسسو سره هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

د اوبو او انرژۍ وزارت له یو شمېر موسسو سره هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

سپتمبر 28, 2023
له فراه ولایت ۱۶ ټانکره بې کیفیته تېل بېرته ایران ته ګرځول شوي

له فراه ولایت ۱۶ ټانکره بې کیفیته تېل بېرته ایران ته ګرځول شوي

اگست 28, 2023

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved