د فراه له ابونصر فراهي بندره ۱۶ ټانکره وارد شوي بې کیفیته تېل بېرته ایران ته مسترد شول. د فراه ولایت د شیخ ابونصر فراهي د نورم او ستندرد ملي ادارې آمر عطاءالله ابرار اغا ویلي چې پرون د سټنډرډ ملي ادارې له خوا ۱۶ ټانکره تېل چې له ایرانه وارد شوي وو بېرته مسترد شول. سرچینې ویلي، دغه تېل د ابونصر فراهي بندر له لارې بېرته ایران ته منتقل شوي دي. د نورم او ستندرد ملي ادارې ویلي، هيچا ته اجازه نه ورکوي چې بې کيفيته توکي هېواد ته وارد کړي. دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې هم له ایران د بې کيفيته تېلو ټانکرونه مسترد شوي دي.











