د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش ویلي چې د سولې په اړه د پردیو له لوري وړاندې کېدونکي داسې طرحې چې د افغانانو په غیاب کې جوړېږي بې ګټې دي. هغه چې نن یې په کابل کې د عبدالعلي مزاري د ۲۶م تلین په مناسبت جوړې شوې غونډې ته خبرې کولې وویل، چې د افغان دولت لپاره سوله او نظام دواړه مهم اصلونه دي او ټینګار یې کړی دی چې نباید سوله د نظام او نظام د سولې قرباني شي. نوموړي زیاته کړې چې افغان دولت هېواد کې د سولې ټینګښت لپاره له هر ډول منطقي او معقولې طرحې ملاتړ کوي. نوموړي د خپلو خبرو پر دوام دغه راز پر طالبانو تور پورې کړ چې سولې ته لیوالتیا نه لري ځکه چې د ده په خبره، دې ډلې تر اوسه پورې لږ تر لږه یو ځل هم خپل حسن نیت نه دی ښودلی. نوموړی دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې خلیلزاد د انتقالي دولت یوه طرحه له افغان سیاسون او چارواکو سره شریکه کړې ده.








