په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) له خوارځواکو ماشومانو څخه پر ملاتړ ټینګار کړی او ویلي یې دي چې درملیز خواړه د دغو ماشومانو په رغېدو کې اغېزمن رول لري. یونیسف په خپل تازه پیغام کې د «هانیه» په نوم د یوې خوارځواکې ماشومې بېلګه وړاندې کړې او ویلي یې دي چې نوموړې د درملیزو خوړو له یوې اوونۍ کارونې وروسته د ښه کېدو نښې څرګندې کړې دي. یاد بنسټ زیاته کړې چې د اروپايي ټولنې په ملاتړ ګڼ هغه ماشومان چې پر خوارځواکۍ اخته دي، تر درملنې لاندې دي او روغتیايي وضعیت یې د ښه کېدو په حال کې دی. یونیسف ټینګار کړی چې د خوارځواکۍ پر وړاندې مبارزه او ماشومانو ته د درملیزو خوړو برابرول د ماشومانو د ژوند ژغورلو او د هغوی د سالمې ودې لپاره مهم دي.



































