د ایران د پارلمان رییس او د دغه هېواد د مذاکراتي پلاوي مشر محمدباقر قالیباف د امریکا د ولسمشر د وروستیو ګواښونو په غبرګون کې ویلي، که اړتیا شي، د ایران وسلهوال ځواکونه د هر ډول اقدام ځواب ورکولو ته چمتو دي. قالیباف د جون په ۲۱مه په خپل پیغام کې امریکا ته خبرداری ورکړی چې په خپلو څرګندونو کې احتیاط وکړي، ځکه د ده په وینا ایران د امریکا ګواښونه جدي نه ګڼي. نوموړي ویلي، که د امریکا فشارونه او ګواښونه اغېزمن وای، نو واشنګټن به له اوسني وضعیت او ناهیلۍ سره نه مخ کېده. هغه زیاته کړې: «موږ د امریکایانو ګواښونو ته هېڅ ارزښت نه ورکوو. غوره ده چې د خپلو څرګندونو په اړه احتیاط وکړي.» قالیباف ټینګار کړی چې هر ډول پرېکړه او اقدام به د ایران د ملي ګټو او شرایطو له مخې ترسره کېږي او که اړتیا پېښه شي، د هېواد وسلهوال ځواکونه به مناسب ځواب ورکړي.



































