د عامې روغتیا وزیر، نور جلال جلالي، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) له استازي، تاجالدین اویوالي، سره د روغتیايي خدماتو د کیفیت او پراختیا په اړه خبرې کړې دي. د راپورونو له مخې، په دې کتنهکې دواړو لورو د روغتیايي خدماتو د ارزونې لپاره د ګډ څار د میکانیزم پر پلي کېدو او د هغو موسسو د کاري بهیر پر ښه کولو بحث کړی چې د یونیسف له لوري تمویلېږي. نور جلال جلالي د روغتیايي سکټور شته ستونزو ته په اشارې ویلي چې د روغتیايي مرکزونو او موسسو په فعالیت کې موجودې تشې باید ژر تر ژره هوارې شي، او په دې برخه کې یې د یونیسف د لا ډېرو همکاریو غوښتنه کړې ده. بلخوا، د یونیسف استازي ډاډ ورکړی چې دغه بنسټ به د روغتیايي خدماتو د څارنې، ارزونې او کیفیت د لوړولو لپاره خپلو همکاریو او همغږۍ ته دوام ورکړي.



































