د سوېډن په جنوب کې په ویتلاندا ښار کې یو کس اوه تنه په چاقو ټپیان کړي دي. ژوبل شوي کسان د مرګ له ګواښ نه بچ دي. د سوېډن رسنیو ویلي چې تورن بریدګر د افغانستان یو مهاجر دی چې په ۲۰۱۸ کې سوېډن ته تللی دی. د راپورونو له مخې برید کوونکی د پولیسو په ډزو کې ټپي شوی او اوس په روغتون کې دی. پولیسو د تورن کس بشپړ هویت نه دی څرګند کړی، خو ویلي یې دي چې دمخه یې هم واړه جرمونه کړي دي. د ویتلاندا ښار اوسېدونکو ویلي، چې دې پېښې ټول حیران کړې دي او په وینا یې دا د قربانیانو د خپلوانو او د دوی لپاره ډیره سخته ده.
































