د بدخشان سیمییز مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې د واورې ښویېدنې له کبله ۱۴ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی. د بدخشان د والي ویاند نېک محمد نظري وايي، دغه پېښه پرون ماسپښین د راغستان ولسوالۍ په زرنداب سیمه کې شوې ده. د نوموړي په وینا، په یاده پېښه کې د سیمې ۱۴ اوسېدونکي چې د زرو پر مینځلو بوخت وو، مړه شوي او ۴ نور ټپیان دي. د بدخشان د ولایتي شورا غړی احمد جاوېد راغي وايي، یاد کسان د زرو مینځلو په یوه کارخونه کې پر کار بوخت وو چې له واورې ښویېدنې سره مخامخ شوي دي. هغه زیاتوي چې ټول قربانیان د بدخشان ولایت د خواهان ولسوالۍ د حوض شاه سیمې اوسېدونکي دي. د بدخشان د والي ویاند وايي، هغه سیمه چې دا پېښه په کې شوې، د طالبانو په لاس کې ده.











