د راپورونو له مخې نن سهار په لښکرګاه ښار کې د ملي امنیت ودانۍ ته نږدې د یوه نظامي څارنوالۍ پر موټر موټربم برید شوی دی. سرچينې وایي چې د برید له امله د محمود اغا په نامه یو نظامي څارنوال سخت ټپي شوی او دوه ساتونکي یې وژل شوي دي. تر اوسه ددغه برید مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی او نه هم امنیتي سرچینو په دې اړه معلومات ورکړي دي.
































